سرلیکنې

د اوسني ډاډمن امنیت قدر پېژندل په کار دي

دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې د افغانستان دیني علماو، طالبانو او ټولو خدای پالونکو مجاهدینو او مبارزینو د څو لسیزو په موده کې تر پر لپسې مجاهدو، مبارز، سرښندونو او بې سارو قربانیو وروسته د هېواد په لرو بروکې بې مثاله امنیت قایم  او د هېواد له ګوټ ګوټ نه یې د شر او فساد ټغر ورټول کړ.

دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې د افغانستان دیني علماو، طالبانو او ټولو خدای پالونکو مجاهدینو او مبارزینو د څو لسیزو په موده کې تر پر لپسې مجاهدو، مبارز، سرښندونو او بې سارو قربانیو وروسته د هېواد په لرو بروکې بې مثاله امنیت قایم  او د هېواد له ګوټ ګوټ نه یې د شر او فساد ټغر ورټول کړ. په دغه اوږده اوله کړاوه ډکه مبارزه او مقابله کې زموږ د میليونو دیندارو، مخلصو او مؤمنو اشخاصو ککرۍ قرباني شوې، شهادتونه، معیوبۍ، هجرتونه، زندانونه، کورورانۍ او د خوږو اولادونو یتیمي، بې سرپرستي او بې وزلي یې وزغمله خو ګران وطن او خپل هېوادوال یې هم د بهرنیو یرغلګرو، د هغوی له تالي څټو داخلي مزدورانو، بدماشانو، تجزیه غوښتونکو، لنډغرو، مفسدینو، شوکمارانو، فحشا اوبې دیني خپرونکو او د افغان مؤمن او مېړني ملت د معنوي او مادي ارزښتونو او شتمنیو له دوښمنانو وژغوره تردې چې اوس دادی الحمدلله له ختیځه ترلويدیځه  اوله شماله تر جنوبه د هېواد پر لوېشت لوېشت یو مرکزي او واکمن نظام حاکم، امنیت ټینګ او په هیڅ ګوښه کې هیڅ کوم اخلال ګر، بلواګر، فتنه ګر او مفسد د سرپورته کولو جرأت نه لري. د همدغو مخلصو غازیانو او مبارزینو برکت دی چې دا وخت زموږ اخترونه، جمعې، ودونه، جنازې، د ژوند نور پروګرامونه او هرډول اقتصادي فعالیتونه په ډامنه توګه ترسره کيږي . اوس د هېواد بېلابېلو قومونو ترمنځ تعصب او نفاق خپرولو ته  اجازه نه ورکول کيږي، د نفرت خپرونکو رسنیو خولې تړل شوې او د هیچا دین، سر، ناموس، عزت او مال ته هیڅ ډول ګواښ نه دی ورپېښ. همدا زموږ د دیني او ملي مبارزینو هغه دروند او تاریخي مسؤلیت و چې د قادر خدای جل جلاله په توفیق او د مېړنیو هېوادوالو په هراړخیزه مرسته یې ترسره او لایې هم د پرمختګ، ښه والي او ټینګښت لپاره شپه ورځ هڅه هاند کوي. په دې اساس نو دا مهال د عامو هېوادوالو لومړی مکلفیت دادی چې د موجوده ډاډمن امنیت ډېر ډېر شکر ادا او د واکمن نظام د لاټینګښت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې د زړه له تله ملګرتیا وکړي. دغه راز دویم مسؤلیت دادی چې ټول په ګډه د هېواد ودانۍ او بسیا کېدنې په لور خوځښت وکړي. ځکه د مجاهدینو پر ذمه همدومره خدمت بسنه کوي چې امنیت یې نیولی، د مفسدینو لاس یې تړلي او خلکو ته یې د کار او فعالیت مناسبه موقع چمتو کړې، نور نو شتمن هېوادوال پرته له شکه د هېواد اقتصادي پرمختګ کې له حکومت سره یو برابر مسؤلیت اوذمه واري لري.

د افغان ولس هروګړی باید دغه احساس درک او خپل وس سره سم ملاوتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button