
د اوسلو غونډه او د اړيکو د پراخوالي هيلې
د تېرې اوونۍ په وروستيو ورځو کې ناروې د افغانستان د وضعيت په هکله د اوسلو فورم په نامه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وه. غونډه کې د اسلامي امارت پر ۳ کسيز پلاوي سربېره ، ځينو مدني فعالانو، د ځينو نړيوالو سازمانونو استازو او د کوربه هيواد د پارلمان ځينو غړو ګډون درلوده او د افغانستان د فعلي وضعيت په هکله پکې خبرې او بحثونه وشول.
د تېرې اوونۍ په وروستيو ورځو کې ناروې د افغانستان د وضعيت په هکله د اوسلو فورم په نامه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وه. غونډه کې د اسلامي امارت پر ۳ کسيز پلاوي سربېره ، ځينو مدني فعالانو، د ځينو نړيوالو سازمانونو استازو او د کوربه هيواد د پارلمان ځينو غړو ګډون درلوده او د افغانستان د فعلي وضعيت په هکله پکې خبرې او بحثونه وشول.
د ا د اوسلو فورم دوهمه غونډه ده، تېرکال هم ناروی د داسې يوې غونډې ابتکار کړی و. اسلامي امارت په تېر کې هم په خورا څرګند ډول ويلي، چې له نړيوالې ټولنې سره مثبت تعامل غواړي، خو ددې خبرې معنا دا نه ده، چې اسلامي امارت به د نړيوالې ټولنې هره غوښتنه مني، بلکې ديني او ملي ارزښتونو ته په کتو د اړيکو پراخوالی غواړي.
که څه هم په ځينو برخو کې يو لړ ستونزې او ناخوالې اوس هم شته؛ خو د افغانستان له اوږده بحراني او جګړه ييز حالته وروسته اوس دا دی د ډاډ وړ امنيت تامين شوی دی، پر نړيوالو اقتصادي او سياسي بنديزونو سربېره د صادراتو په کچه کې بې ساری زياتوالی راغلی، د خوراکي توکو بيې کنټرول شوي دي او د افغانیو ارزښت ساتل شوی دی.
د سياسي چارو کارپوهان هم د اوسلو او ورته نورو نړيوالو غونډو ته خوشبيني ښيي او ټينګار لري، چې اسلامي امارت او نړيواله ټولنه ټول بايد د افغانستان د اقتصادي او سياسي ثبات د لا ډېر استحکام لپاره په ګډه خپلې هڅې څو برابره زياتې کړي. نړيواله ټولنه دې نور پر افغانستان د سياسي، نظامي او اقتصادي فشارونو له ناکامې پاليسۍ څخه مخ وګرځوي.
اسلامي امارت هم بايد د نړيوالې ټولنې له هغو غوښتنو سره جذباتي تعامل ونه کړي، چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. موږ د خپل اقتصادي حالت ښه کېدو، خپلو مصنوعاتو ته د نړيوالو بازارونو موندلو او نورو برخو کې د ځان بسياينې لپاره له نړۍ سره وصل او ښو ډيپوماتپکو اړيکو رغولو ته اړتيا لرو.
خو اړتيا يوازې زموږ نه ده، بلکې نړيواله ټولنه هم اړتيا لري، چې له افغانستان سره په متقابل احترام ولاړې اړيکې ولري او د افغانستان د مناسب جغرافيوي موقعيت او پراخو طبیعي زيرمو په برخو کې پانګونه وکړي او له دې لارې خپلې ګټې خوندي کړي.
نړۍ او د افغانستان اسلامي امارت بايد په خپل منځ کې د تعامل او اړيکو رغېدو لپاره چټک ګامونه واخلي، نړۍ دې د داسې غوښتنو او شرطونو له وړاندې کولو تېره شي، چې له اسلامي اساساتو سره په ټکر کې وي او دغه راز نور بايد د خپلو غوښتنو د عملي کېدو په پار د فشار لاره هم پريږدي، ځکه اسلامي امارت او افغان ملت د هيڅ زورور او متکبر فشار ته غاړه نه ده ايښې او په راتلونکې کې دې هم څوک يو ځل بيا دغه تېروتنه نه تکراوي.