ټولنه او کلتور

د اور وژنې ادارې یو شمېر ویجاړ شوي وسایط بېرته رغولي دي

د اور وژنې او پېښو ته د رسېدو ریاست وايي، چې یو شمېر هغه مهم وسایط او ماشینونه یې چې تر دې وړاندې ویجاړ شوي وو او ارزښت سلګونه زرو ډالرو ته رسېده، د دې ادارې له لوري بېرته رغول شوي او د کار کولو چمتو شوي دي. د یادې ادارې مشر وايي، د کورنیو چارو وزارت په مرسته دوی توانېدلي چې د اورلګېدنې لويې پېښې مهار کړي. نوموړي له خلکو څخه هم غوښتنه کړې چې له دې ادارې سره دې پوره همکاري وکړي. دا مهال د پېښو پر وړاندې د مبارزې او اور وژنې په اداره کې څه باندې دوه زره کسان پر دندو بوخت دي. ټاکل شوې د دې ادارې له لوري د نړۍوالو ستندردونو په پام کې نیولو سره په ولایتونو او بندرونو کې هم د اور وژني معیاري سټېشنونه جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button