سرلیکنې

د اوبو ډېروالی او د کروندګرو هيلې!

په تېرو څوکلونو کې په افغانستان کې پرله پسې سختې وچکالۍ تجربه شوې، چې د خلکو ژوند یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړ. دا وچکالۍ نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د سیمې په هېوادونو او تر څنګ یې د نړۍ په تقریباً زیاترو ملکونو کې هم محسوسې وې او ټولو په ګډه د دې مصیبت ترخه مزه وڅکله، خو د لوی رب جل جلاله فضل و، چې که وچکالۍ هرڅومره زوروره وه ، کرنیزې مځکې یې وچې کړې او د غلو دانو کمبود یې را منځته کړ، خو له نېکه مرغه چې د څلور پلوه بندرونو له لارې اوړه، وريجې ،غوړي او نور د خلکو د اړتيا وړ توکي هېواد ته واردېدل، نو همدا وجه وه، چې د لوږې له لاسه د چا د مرګ غږ پورته نه شو.

سږکال د اقلیمي بدلونونو له وجې په ټول هېواد کې عادي او تیز توپاني بارانونه واورېدل چې له نېکه مرغه د وچکالۍ ټغر یې ټول کړ، خو په خواشینۍ سره چې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه هم واړول.

دا خوڅرګنده ده چې د اقلیمي بدلونونو له وجې به یا سختې وچکالي رامنځ ته کېږي او یا به داسې توپاني بارانونه راځي، لکه سږکال چې واورېدل او سختې ورانۍ او لوی سېلابونه یې رامنځ ته کړل.خو له بل پلوه دغو بارانونو د ځمکې د کلونو کلونو تږی اسفنج له اوبو ډک کړ، د خلکو په وچو څاګانو کې بېرته اوبه را پیدا شوې او په خوړونو او کاریزونو کې بهانده اوبه روانې شوې، نو ځکه سږکال تمه ده چې د غلو دانو د پریمانۍ له وجې به مو که خدای کول د هېوادوالو د سترخوانونه له غنمينې ډوډۍ ډک شي. اوبه نه یوازې د انسانانو او حیواناتو لپاره ژوند بښونکې ماده ده، بلکې د نباتاتو ژوند هم په اوبو پورې تړلی دی، که اوبه نه وي د انسان، حیوان او نبات ژوند د ځمکې پرمخ ناممکن دی،  نو باید چې له اوبو ساتنه وشي، آلوده نه شي او له زیات او بېځایه مصرف څخه یې د اوبو د پریمانۍ په صورت کې هم مخنیوی وشي ،ځکه حدیث شریف دی چې په اوبو کې اسراف مه کوئ .له نېکه مرغه چې اوس اسلامي امارت په ټول ملک کې د ژمي او څړموني پرمهال د هغو اوبو د ذخیره کولو لپاره، چې زموږ له چاپېریال څخه په وړیا ډول وځي، د چکډېمونو او لویو او کوچنیو بندونو په ذریعه د مخنیوي لارې چارې عملي کوي ، ځکه هره ورځ له رسنیو اورېدل کېږي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو په هر یوه کې یې د اوبو د ذخیرې چکډیمونه جوړېږي. همدارنګه پر سیندونو د بندونو جوړولو پلانونه هم ترلاس لاندې نیول شوي دي

 دا یو څرګند حقیقت دی کله چې اوبه په یوه ځای کې ذخیره شي، جذب يې صورت نيسي. کله چې اوبه په ځمکه کې جذب شي، ځمکه هېڅکله هغه نه ضایع کوي او امانت یې د څاګانو، چینو او کاریزونو په بڼه د بشر د استفادې لپاره په یوه بل مناسب ځای کې له خپل جوف څخه راباسي. له ټولو عجیبه دا په کوم کال چې زیات بارانونه او واورې اورېدلي وي، د کال په اوږدو کې کښتونه هم ژرنه تږي کېږي، ځکه په فضا کې داسې غیر مشهود رطوبت موجود وي چې د کښتونو او نباتاتو له تازه ساتلوسره مرسته کوي. دغه راز له باران سره نایتروجن ځمکې ته راټيټېږي، چې د کيمیاوې سرې اصلي عنصر دی، د باران بله له ټولو لویه ښيګڼه داده، هغه رسوبات چې د ګردونو او نورو خاورینو توپانونو له وجې د ځمکې پرمخ ناست وي، توږي اویا یې مضرخاصیت له منځه وړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button