
د اوبو مهارول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او عامو خلکو غونډې ته په خبرو کې ويلي، چې د اوبو مهارول د اسلامي امارت د کارونو له لومړيتوبونو څخه دی.نوموړي په دې برخه کې د ځينو ګاونډيو هيوادونو اندېښنې بې ځايه بللې دي.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او عامو خلکو غونډې ته په خبرو کې ويلي، چې د اوبو مهارول د اسلامي امارت د کارونو له لومړيتوبونو څخه دی.نوموړي په دې برخه کې د ځينو ګاونډيو هيوادونو اندېښنې بې ځايه بللې دي.عباس ستانکزي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د هيواد په شمال کې د قوشتېپې کانال د جوړولو چارې په ګړندۍ توګه روانې دي.د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دغه راز له بهر مېشتو افغانانو څخه غوښتي، چې هيواد ته راستانه شي او د خپل ټاټوبي په ابادۍ کې د خپلو نورو وروڼو ملاتړ وکړي.
عباس ستانکزي بهر مېشتي افغانان په هيواد کې له شته مثبتو بدلونونو او واقعيتونو څخه ناخبره بللي او زياته کړې يې ده، چې اوس مهال په هيواد کې د ټولو اقشارو لپاره د ژوند کولو ښه زمينه برابره شوې ده.