
د اوبو سپما ؛ زموږ ستره اړتيا
اوبه او ژوند دوه داسې کلمې دي، چې لومړۍ يې د دوهمې د دوام لپاره اساسي شرط دی، چې اوبه نه وي ژوند نشته، اوبه يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندي سرو او ان نباتاتو د دوام لپاره اړينه ماده ده. هغه څه چې په ژوند کې خورا زيات ارزښت او اهميت لري، اوبه دي.
اوبه او ژوند دوه داسې کلمې دي، چې لومړۍ يې د دوهمې د دوام لپاره اساسي شرط دی، چې اوبه نه وي ژوند نشته، اوبه يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندي سرو او ان نباتاتو د دوام لپاره اړينه ماده ده. هغه څه چې په ژوند کې خورا زيات ارزښت او اهميت لري، اوبه دي.
الله تعالی د انسانانو او نورو ژويو لپاره ډېره لويه او ښايسته دنيا پيدا کړې او د ټولو ژونديو لپاره يې په کافي کچه اوبه هم پيدا کړي دي او وخت په وخت د بارانونو او واورو په بڼه داوبو سرچينې سرشارې ساتي. خو په دې وروستيو کې د پرمختګ او تمدن په نامه د انسانانو ځينې کړنې ددې لامل شوي، چې د اوبو او هوا مصؤنيت ته زيان ورسوي او په دې لويه او ښايسته دنيا کې ژونديو ته ژوند سخت کړي.
د نړۍ د اقليمي بدلون له امله زموږ ګران هيواد افغانستان هم اغېزمن شوی، اوس د هيواد په ډېرو سيمو کې د تېرو کلونو په پرتله هوا ډېره ګرمه شوې او د اوبو سطحه ډېره ټيټه تللې ده او که په وخت يې غم ونه خوړل شي، په راتلونکي کې له دې هم د سخت ناورين وړاندوينې شوي دي.
مهمه دا ده چې موږ څرنګه کولی شو اوبه وسپموو، له خپلو اوبو سالمه استفاده وکړو او د هيواد د اوبو مصؤنيت ډاډمن کړو؟
اوس چې د ژمي موسم راروان دی او په ژمي کې زموږ هيواد باندې ډېرې واورې او بارانونه کيږي، چې همدا د افغانستان د اوبو اساسي سرچينه ده او له بل هر موسمه د اوبو د سپما غوره فرصت دی، په دې برخه کې دې ملت او حکومت په ګډه داسې هڅې او کړنې وکړي، چې له امله يې نه يوازې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي، بلکې د ځمکې پر سر اوبه هم ډېرې او پرېمانه شي.
د حکومتي چارواکو لومړی مسئوليت دا دی، چې د خلکو ګڼ ميشتو سيمو کې ، خلک د ژورو څاګانو له کيندلو راوګرځوي او پرځای يې هغوی ته د پاکو اوبو پر بديلو لارو چارو تمرکز وکړي او په مياشتني ډول ترې د مصرف کړو اوبو قيمت واخيستل شي، په دې سره به نه يوازې تر ځمکې لاندې د اوبو مصؤنيت ډاډمن شي، بلکې له دې لارې به دولت ډېر عوايد هم ترلاسه کړي.
بل دا چې د زراعت او کروندې لپاره بايد له تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده ونشي او پرځای يې د ځمکې پر سر روانې اوبه مهار شي، ستر او کوچني بندونه او کانالونه جوړ شي، چې ورسره به نه يوازې د هيواد ډېرې ځمکې د کښت او زراعت وړ وګرځي او غذايي مصؤنيت به رامنځته شي، بلکې د انرژۍ د توليد په برخه کې به هم هيواد پرځان بسيا شي، چې ورسره به اقتصادي وده هم چټکه شي.
په دې برخو کې د اسلامي امارت د چارواکو وروستۍ هڅې او کوښښونه د ستايلو وړ دي، چې په ډېر لږ وخت کې پر نړيوالو بنديزونو او فشارونو سربېره په خپله بوديجه ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د قوشتيپې کانال يې ښه بېلګه ده، ددغې سترې ملي او حياتي پروژې د لومړي فاز چارې نږدې پای ته رسېدلي او داسې انګېرل کيږي، چې کارونه يې همداسې روان وي له ټاکل شوي وخته وړاندې به يې کارونه بشپړ شي او د خوراکي توکو او اوبو د مصؤنيت په برخه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.کابل ښاريانو ته د پنجشير له سيند څخه د اوبو ورکړه او دغه راز د شاه او عروس بند د پاتې کارونو ترسره کول او د اوبو د سپما په هکله عامه پوهاوي هم د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې دي.
که په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانانو د ژوند جګړه ييز تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړو، زموږ په هيواد کې د پرديو نيابتي جنګونو عامل زموږ د هيواد ستراتيژيک جغرافيايي جوړښت او اوبه دي چې دلته د جنګ په دوام سره په خپلو هيوادونو کې زموږ له سرشارو سيندونو او اوبو څخه ګټه اخلي. د نړۍ په ځينو کمزورو هيوادونو کې روان جنګونه چې اکثره يې په اسلامي ملکونو کې جريان لري د هغو هيوادونوډ طبيعي ذخايرو، تيلو او اوبو له امله دي چې نړيوال استعماري هيوادونه تري ګټه پورته کوي.