اقتصاد

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، چې د سرپل د سلطان ابراهیم درې د اوبو بند چارې د ۲ سوه میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي. د هېواد د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سلطان ابراهیم درې د اوبو له بند څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد بند د جوړېدو چارې به ډېر ژر د سرپل د نفتو له عوایدو څخه د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شي. نوموړي وویل چې د سرپل د سلطان ابراهیم بند د اسنادو د جوړولو کار د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت کمېټي له خوا بشپړ شوی او له تخنیکي سروې وروسته به یې چارې په عملي توګه پیل شي. نوموړي زیاته کړه؛ د اوبو د یاد بند په جوړېدو سره به د سرپل او جوزجان ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې شي، د ځمکې لاندې اوبه لوړېږي او ۵۰ میګاواټه برېښنا توليدېږي، چې دا په هېواد کې د برېښنا په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، چې  د سرپل د سلطان ابراهیم  درې د اوبو بند چارې د ۲ سوه میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي. د هېواد د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سلطان ابراهیم درې د اوبو له بند څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد بند د جوړېدو چارې به ډېر ژر د سرپل د نفتو له عوایدو څخه د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شي.

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، چې  د سرپل د سلطان ابراهیم  درې د اوبو بند چارې د ۲ سوه میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي. د هېواد د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سلطان ابراهیم درې د اوبو له بند څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد بند د جوړېدو چارې به ډېر ژر د سرپل د نفتو له عوایدو څخه د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شي. نوموړي وویل چې د سرپل د سلطان ابراهیم بند د اسنادو د جوړولو کار د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت کمېټي له خوا بشپړ شوی او له تخنیکي سروې وروسته به یې چارې په عملي توګه پیل شي. نوموړي  زیاته کړه؛ د اوبو د یاد  بند په جوړېدو سره به د سرپل او جوزجان ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې شي، د ځمکې لاندې اوبه لوړېږي او ۵۰ میګاواټه برېښنا توليدېږي، چې دا په هېواد کې د برېښنا په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button