
د اوبو او انرژۍ وزارت : په افغانستان کې د اوبو مديريت هر اړخيزې همکاري ته اړتيا لري
د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ او د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د اوبو سرچينو پر مديريت باندې د اقليم د بدلونونو د اغېزو څلور ورځني ملي مشورتي ورکشاپ پيل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ او د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د اوبو سرچينو پر مديريت باندې د اقليم د بدلونونو د اغېزو څلور ورځني ملي مشورتي ورکشاپ پيل شو.د دې ورکشاپ پيل پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين مجيب الرحمن عمر آخندزاده، د کليو، بيا رغونې او پراختيا وزارت معين مفتي سيد احمد مستقيم، په افغانستان کې د يونسيف استازي فران ايکويزا، د واش ( اوبو او روغتيا ساتنې) برنامې مسئول ډومينيک پورتيود، د اوبو او انرژۍ وزارت رئيسانو او مسئولينو، د ملي او نړيوالو بنسټونو استازو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړي و.د يونسيف د اوبو او روغتيا ساتنې مسئول ډومينيک د دې ورکشاپ د جوړولو موخه د معلوماتو شريکول، د علمي- تخنيکي تجربو تبادله او په افغانستان کې د اوبو د مديريت او د اقليم د بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د شونو حل لارو موندل وبلل.همدارنګه په افغانستان کې د يونسيف استازي ښاغلي فران هم دغه ورکشاپ د ګډو همکاريو په لاره کې د همغږۍ لپاره ګټور او ارزښتناک وباله.په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين مجيب الرحمن عمر آخندزاده په هيواد کې د اوبو سکتور وضعيت ته په نغوتې (اشارې) سره وويل، چې په افغانستان کې د اوبو مديريت هر اړخيزې همکاري ته اړتيا لري او له همدې کبله موږ له ټولو ملي، نړيوالو او له هغو هيوادونو څخه چې د اقليم د بدلونونو د اغېزو پر وړاندې يې مبارزه په برياليتوب سره پای ته رسولې غوښتنه کوو ،چې د اوبيزو سرچينو په مديريت کې له موږ سره مرسته وکړي.همدغه راز، د کليو، بيا رغونې او پراختيا وزارت معين د افغانستان په کليو کې د اوبو د کمښت وضعيت کړکېچن وباله او په دې برخه کې يې له نړيوالو بنسټونو څخه د همکاري غوښتنه وکړه.د يادونې وړ ده، چې د دغه سمينار پر دوام کې د اوبو او انرژۍ وزارت او نورو بنسټونو تخنيکي مسئولينو د اوبو سرچينو د وضعيت، ننګونو او شونو حل لارو په هکله بشپړ پرزنټيشنونه وړاندې کړل او همدارنګه د نوموړو موضوعاتو په اړه په ډله ايزه توګه د ګډونوالو ترمنځ بحث او د اندونو تبادله وشوه.