مرکې

د اوبو او انرژۍ وزارت له ستر سلاکار ډاکټر فاروق اعظم سره مرکه

شریعت :ډاکټر فاروق اعظم وړمه اونۍ د یوه سفر په تر څ کې د هېواد ختیځ ولایاتو ته تللی و چې د اوبو سرچینې له نږدې وګوري، لومړني مطالعات یې وکړي او هلته د اوبو د بندونو د جوړولو او د اوبو د مهار شونتیا مالومه کړي.  موږ ورسره پر دې لیدنو کتنو او د اوبو د مهار اړوند مرکه کړې.
پوښتنه: تاسو په دې وروستیو کې د هېواد ختیځ ته تللي وئ، ډېرې سیمې مو وکتلې؛ څه مو وموندل؟
اعظم: موږ په یو شکل د خپلې جغرافیې بندیان یو. مانا په وچه کې ایسار هېواد یو چې د نورې نړۍ سره د تجارت او راکړې ورکړې په کار کې د ګاونډیانو رحم ته محتاج یو. که زموږ د زراعتي محصولاتو صادرات یوه اونۍ په سرحد کې زموږ یو ګاونډی وځنډوي، هغه ورستیږي او موږ ته په ملیونونو تاوان هره ورځ رسیږي. متاسفانه دغسې کار هرکال زموږ ځیني ګاونډیان کوي، موږ څه نه شو کولای خو ددی ټولو محدودیتونو سره الله(ج) پر افغان خاوره ګڼې لوریینې کړي چې یوه یې زیاتې اوبه دي. هر څه، مثلا پټرول، تېل او… بدیل لري خو اوبه بدیل نه لري. په ملیاردو ټنه اوبه هرکال د هند له بحر او مدیترانې راځي او زموږ پر غرو د واورې په شکل لوېږي. ټول د باران په شکل نه راځي چې سېلاب شي او موږ یوسي؛ بلکی د واورې په شکل د غرو پر سرونو پرتې وي؛ د هوا په تودیدو کرار-کرار ویلیږي، موږ هم پرې آباد یو او زموږ ګاونډیان هم. که موږ خپلې اوبه ښه مدیریت کړو، ګاونډیان به موږ ته داسې اړ وي لکه د دوی بحري لار ته چې موږ یو. که دا اوبه مو سمې مهار کړې، نو موږ او ګاونډیان ټول به اباد یو. اوبه به د سیمه ییزي همکاري د یوې ستراتیژیکي وسیلي کار ورکړي چی د ګټي د لیست په سر کې به موږ یو.
زه تقریبا هره پنجشنبه او جمعه یوه ـ یوه نږدې ولایت ته ځانګړې کوم. دوه اونۍ مخکې ختیځو ولایاتو ته ولاړم. لومړی مې د خوږیاڼو له لارې په سپین غر کې د وزیرو تنګی او بیا د ده بالا او هسکې مینې له لارې شابۍ تنګی وکوت. کونړ کې مې د څو  بندونو د جوړولو لپاره د ځایونو لیدنه وکړه، کوردیناتونه مې واخیستل او لازم ابتدایي مطالعات می تر سره کړل. د چترال رود چې په ارندو سیمه کی کونړ ولایت ته راننوزي، له صفري نقطې مې کتنه وکړه. ددغه رود سره لنډی رود یوځای کیږي چې له کامدېش څخه راځي او د کونړ د رود په نوم د کونړ په ولایت کی بهیږي. پر لنډي رود می هم د بندونه ځایونه وکتل. وروسته د پېچ درې ته ولاړو. هلته مو د بند ځای او  یو بریښناکوټ وکوت.
له ننګرهار څخه علیشنګ ته ولاړم او د علیشنګ رود له مسیره مې لیدنه وکړه. هلته می د بند لپاره ځایونه وکتل، له خلکو سره کېناستم، ددې خلکو د اوبو د مهار کارونه مې وکتل. ددغو ځایونو لومړنۍ سروې مې وکړه. ددغه ځایونو انځورونه، کوردیناتونه مې واخیستل او هلته مې له مېشتو وګړو سره خبرې وکړې او ډاډ مې ورکړ چې امارت هېر کړي نه یاست. زموږ د اوبو او انرژۍ د وزیر صاحب سلامونه مې ولسونو ته ورسول. اوس د خپلو لیدنو کتنو او مطالعو پر رپوټ لیکلو بوخت یم.
پوښتنه: ښوونځي کې مې لوستي و چې د افغانستان د اوبو مهار ساده دی. یو او بل خوا یې غرونه دي، یوازې منځ یې ډب کړه؛ نو اوبه دې په خپل اختیار کې دي. ایا د اوبو مهار همداسې اسانه چاره ده؟
اعظم: نه، دومره اسانه کار نه دی. د اوبو مهارول علم او مسلک دی. ته به هلته د خاورې او ډبرو نوعیت ته پام کوې. ددې بند د جوړولو موخه څه ده؟ د کرنې لپاره، د برېښنا لپاره، د سېلابونو د مخنیوي یا د څه لپاره یې جوړوې؟ موږ یې د سروې، ډیزاین او جوړولو ظرفیت لرو؟ جوړول یی موږ ته اقتصادي دی؟ اوسمهال داسې ځایونو کې بندونه شته چې هلته نفوس کم دی، یا یې شاوخوا کرنیزې ځمکې نشته او یا یې هم د برېښنا لېږد خورا زیات لګښت غواړي. پر دغه ټولو موضوعاتو باید د بند تر جوړولو دمخه لازم غور وشي.
پوښتنه: اسلامي امارت د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه ـ یوه چکډېم د جوړولو تکل کړی، ایا هرې ولسوالۍ ته یو چکډېم کفایت کوي؟
اعظم: دا د امیرالمؤمنین حفظه الله پیرزوینه ده. موخه دا نه ده چې همدا یو چکډېم کافي دی. د عالیقدر امیرالمؤمنین هدف دا دی چی حداقل یو چکډیم باید جوړ شي؛ څوک محروم نه شي. تیرکال د اوبو او انرژۍ وزارت ۱۴۰ چکډېمونه جوړ کړل او سږکال د نورو چکډیمونو د جوړولو پلان لرو. سربیره پر دغو چکډیمونو، د اوبو او انرژۍ وزارت تېر کال پر یوشمیر کوچنیو او متوسطو بندونوکار وکړ او اوس هم کارونه روان دي.
پوښتنه: خواله رسنیو کې د ځینو چکډېمونو د خرابوالي او یا ټیټ کیفیت ګیلې راپورته کیږي. ایا د اوبو او انرژۍ وزارت د شوي کار د څار لپاره ځانګړې ډلې لري؟
اعظم: بالکل، د څار لپاره ټیمونه شته، خو که سږني سېلابونو ته وګورو، غیرعادي او ویجاړونکي وو، نو طبیعي ده چې ځینو ساختمونو ته به یی زیان اړولی وي. خو زموږ وزارت ددغو ساختمانونو کیفیت ته ډېر پام کوي.
پوښتنه: وزارت څه تر لاس لاندې لري. بیخي په لنډو کې؟
اعظم: ډېر څه. چکډیمونه خو سلګونه جوړ شوي او نور جوړیږي. په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو بندونو حفظ و مراقبت او د وړو او متوسطو بندونو د سروي، ډیزاین او جوړولو چارې روانې دي. د لویو او کوچنیو بندونو لپاره سروې کوو او د اوبو د سرچینو په لټه کې یو.

پوښتنه: هېوادوال مو د اوبو ارزښت ته چندان پام نه کوي. د عامه پوهاوي برخه کې دولت او رسنۍ څه کولی شي؟
اعظم: عامه پوهاوی په هر انکشافي کار کې مهم عنصر دی. د اوبو د استعمال په مورد کې چې حیاتي منبع ده، پوهاوی ډیر مهم دی. بدبختانه عامه پوهاوي کې هم موږ وروسته پاتې یو. عامه پوهاوی ډېر مهم دی او دا د هر چا مسوولیت جوړیږي.

پوښتنه: د اوبو د یوه متخصص په توګه، سږني اورښتونو د ځمکې لاندې اوبه څومره پیاوړې کړي او سږ د وچکالي د څپې شونتیا شته؟
اعظم: سږکال د نورو کلونو په پرتله ښه کال و. که څه هم موږ دومره پیاوړي شوي نه یو چې راورېدلي اوبه پخپل ځای تم کړو او ټولی اوبه د خلکو په ګټه وڅرخوو. د ټولو اوبو کنټرول کې لا هم نه یو بریالي شو. که مني کې یوه څپه اورښت وشي، نو کال به لا ښېرازه وي، خو اوسمهال د وچکالي وېره تر ډیره حده ختمه شوې ده.

پوښتنه: ایا افغان حکومت د کونړ د سیند مهار ته پلان لري؟
اعظم: هو، ما یې تازه سروې هم کړې. که د کونړ له سیند څخه سالمه ګټه واخیستل شي نو د افغانستان او پښتونخوا دواړو ولسونو په ګټه دی.

پوښتنه: وزارت ته د اوبو د مدیریت برخه کې ورپېښې ننګونې کومې دي؟
دوې لویې ننګونې شته. د فني کادرونو کموالی او اقتصادي بندیزونه. د امریکا تر ماتې وروسته، دغه هېواد زموږ په لوی شمېر فني او لوستي وګړي ویستلي دي او زموږ هېوا یې د کادرونو له درکه ډیر متضرر کړ. متوسطو او کوچنیو بندونو ته فني کادرونه شته خو د لویو بندونو ستونزه لا هم پر ځای ده. دا یوه ستونزه ده چې نړۍ ورسره مخ کړي یو. بل اقتصادي بندیزونه دي چې وزارت او امارت یې ننګونې سره مخ کړي. پخوا به د حکومت ۸۶ سلنه بودجه پردۍ وه، نو دا هر څه په یوه ځل په ټپه ودرېدل، پیسې مو کنګل او پر بانکي سیسټم بندیزونه ولګېدل. د ې دوو ستونزو مو کارونه لږ ټکني کړي خو له دغه مضیقې د وتلو پلانونه لرو.
پوښتنه: هېوادوالو ته د دې کال تر پایه څه زېري لرئ؟
اعظم: دا کال ښېرازه دی. ډېر کوښښ کوو چې اوبه مدیر یت شي، اوبه د خلکو په خیر وکاروو، هیله لرو اوبه د راتو یېدو په ځای کی همهلته تم کړو. ښه خبر دادی چی د اوبو او انژی وزارت محترم وزیر ملا عبداللطیف منصور صاحب د افغانستان د اوبو مهار او مدیریت ته ځانګړې توجه لري.
خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button