
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالي له مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د یادې ولسوالي له مشرانو سره په لیدنه کې په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزې په هکله خبرې وکړې.
د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالي مشرانو په دغه لیدنه کې په نیمروز ولایت کې یې د اوبو د کموالي ستونزه ډيره جدي وبلله او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام څخه یې خپلو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه وکړه.
له نوموړو مشرانو څخه یو شمېر وویل چې د چهار برجک ولسوالي خلک آن د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نلري او د څښاک اوبو د موندلو لپاره له ډېرو کړاوونو سره لاس او ګریوان دي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر اقلیمي بدلونونو او پرله پسي وچکالیو ته په اشارې سره نوموړو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې مونږ هڅه کوو د امکان ترحده پورې د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د افغانستان د بلوڅانو د انسجام سرتاسري شورا غړو د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزه جدي وبلله او خپلو ستونزو ته یې د رسیدګي غوښتنه وکړه.