
د انرژۍ د ۶ مهمو پروژو تړون لاسليک شول
د اوبو او انرژي سرپرست وزير الحاج ملا عبداللطيف منصور په يوې برنامې کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء داقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د ۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د انرژي د ۶ مهمو پروژو تړون د عوفي بهرام د کانونو را ايستلو او پروسس سوداګريز شرکت له مرستيال مولوي نورالله خان سره لاسليک کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزير الحاج ملا عبداللطيف منصور په يوې برنامې کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء داقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د ۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د انرژي د ۶ مهمو پروژو تړون د عوفي بهرام د کانونو را ايستلو او پروسس سوداګريز شرکت له مرستيال مولوي نورالله خان سره لاسليک کړ.د اوبو او انرژي سرپرست وزير د دې تړون د لاسليکولو پر مهال د دغو پروژو پلي کول په هيواد کې د انرژي سکتور د پراختيا په برخه کې اړين او ارزښتناک وباله او ويې ويل ،چې د اوبو او انرژي وزارت ژمن دي ،چې په راتلونکي کې د اوبو او انرژي په سکتور کې لا ډېرې پروژې پلي کړي.د يادونې وړ ده، چې دغه ۶ پروژې له خواجه الوان دښتې تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کيلو ولټه مزي د پاتې چارو بشپړول، د ارغندۍ سب سټيشن د پاتې چارو بشپړول، په تره خېلو سيمه کې د نوي سب سټيشن جوړول، د ۲۳ کيلو مترو په اوږدوالي سره د چمتلې سب سټيشن څخه تر تره خېلو سب سټيشن پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه د لېږد مزي پلي کول ، د ارغندۍ- کابل سب سټيشن پراختيا او په بتخاک کې د نوي سب سټيشن جوړل شامل دي.د دې پروژو په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته زر ميګاواټه نوره برېښنا وارده شي، چې له دې سره به د کابل او ګاونډيو ولايتونو د برښنا د کموالي ستونزې لويه برخه هواره شي.