سرلیکنې

د اميرالمومنين پر واقعيتونو ولاړ اختریز پیغام!

د ۱۴۴۴هق کال د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې له معمول سره سم د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده له دفتر څخه د کوچني اختر په مناسبت مهم پيغام خپور شوی دی.

د ۱۴۴۴هق کال د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې له معمول سره سم د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده له دفتر څخه د کوچني اختر په مناسبت مهم پيغام خپور شوی دی.

په دغه ۱۴ مادیز پيغام کې په دې سربېره چې د اختر مبارکي، د افغانستان په کورنيو حالاتو، له نړيوالو او سيمه ييزو هيوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او اړيکو په هکله خبرې شوي او حکومتي مسولينو ته مهمې توصيې شوي، تر ټولو ډېره مهمه او د نورو سياستوالو سره متفاوته يې داده چې پيغام پر واقعيتونو ولاړ دی، يعنې د پيغام په هيڅ ځای کې د ملت غولونې هڅه نه ده شوې، د افغانستان حالات او د اسلامي امارت فعالیت څرنګه چې دي، هماغسې ښودل شوي دي.

پيغام کې ټول مسلمه امت او په ځانګړې توګه افغان مجاهد او غيور ملت ته د کوچني اختر مبارکي ويل شوې، له شتمنو غوښتل شوي، چې د ناچارو او نادارو لاسنيوی وکړي، په شته وضعيت چې هيواد ازاد دی او سرتاسري امنيت تامين دی، ټول ملت ته د الله تعالی د شکر ايستلو توصیه شوې.

په ټولو حکومتي چارواکو، په ځانګړي ډول محاکمو ټينګار شوی، چې د ملت خدمت کې لا ډیرې هڅې وکړي او عدالت تامين کړي، د اسلامي شريعت د احکامو په تطبيق او امر بالمعروف او نهي عن المنکر ټينګار شوی، د عامه پوهاوي او تېر شل کلن اشغال د ناوړه اغېزو پر وړاندې د ديني عالمانو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادارو کارونه ستايل شوي او دغې برخې ته لا ډېره پاملرنه غوښتل شوې. د هيواد بيارغونه او پرمختګ د حکومت او ملت ګډ مکلفيت ياد شوی او په ډېر څرګند ډول ويل شوي، چې هيواد بايد موږ ورغوو او په دې برخه کې پردیو ته په تمه نشو. د امنيت په د لا ډېر ټينګښت په هکله له ملت څخه غوښتنه شوې، چې امنيتي ارګانونو سره همکاري نوره هم زياته کړي. له نړۍ او په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو په اړه ويل شوي، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له ټولې نړۍ سره ښې او په متقابل احترام ولاړې او مؤثرې اړيکې غواړي، نورو هيوادونو کې لاسوهنه نه غواړي؛ خو له نورو هيوادونو هم د همداسې تعامل غوښتنه لري. د مخدره موادو پر وړاندې رښتينې مبارزه، د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د معتادينو درملنه او له بې وزلو سره د اسلامي امارت مرسته ستايل شوې. د اقتصادي ودې په برخه د حکومتي چارواکو هڅې تقدير شوي، چې له نړيوالو بنديزونو او خنډونو سربيره ډېرې لاسته راوړنې لري. د صحت او تعليم برخه کې هم حکومتي مسولينو څخه د لا ډېرو هڅو غوښتنه شوې‌.په پای کې د اسلامي امارت ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته مهمې توصيې او لارښوونې شوي دي.

په مجموع کې ويلی شو، چې د اسلامي امارت د زعیم اختریز پیغام ډېر جامع او هر اړخيز دی او ټول هغه څه پکې ځای پر ځای شوي، چې د اسلامي امت د يو مسؤليت منونکي مشر له حيثيت سره ښايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button