اقتصاد

د امو نفتې حوزې ۱۳۰ زره ټنه اومه تېل پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې د امو نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي. د یاد وزارت په قول، چې دا تېل د ۷۱.۶  میلیونو ډالرو په ارزښت کور دننه د پروسس په موخه پلورل شوي.د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په خپله اېکس لیکلي چې دا نفت یې په کورنیو پانګوالو پلورلي دي. ښاغلي افغان ویلي چې پرون هم د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په شتون کې ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د ۱۰ میلیون او ۵۴۹ ډالرو په ارزښت د ازادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شول.دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت پلورلي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button