سرلیکنې

د امریکا او پاکستان ګډ پوځي مشقونه!

53 / 100

د پاکستان په نامه نقشه کې زښته ډېر ښه مسلمانان را ګیر او د اسلامي  امت یوه غوښنه برخه تشکیلوي. خو له بده مرغه د ډېری نورو تش په نامه اسلامي هېوادو په شان د پاکستان واکمن هم یوازې په خبرو کې د خپلواکۍ دعوا کوي. ځکه په حقیقت کې د تېرو اووه اویا کلو په موده کې یې هیڅکله هم د لندن او واشنګټن له اوامرو سر غړاوی نه دی کړی. تاریخ شاهد دی چې د پاکستان په قیام کې دیني علماء او زیاتره اسلامپالي وغولېدل او د خوشباورۍ ښکار شول، دوی فکر کاوو چې دا نوی هېواد به پرته له شکه د اسلام یوه محکمه کلا وي. خو انګریز دا چالاکي او زیرکي وکړه چې ان له هماغې لومړۍ ورځې یې په ډېر هنر سره د پوځ  اصلي اختیارات په خپل لاس کې ساتلي او ان تر ننه یې د همدې پوځیانو پرمټ عمومي سیاست هم خپل کنټرول کې ساتلی دی. خو په دغه راز باندې د پاکستاني مسلمانانو سر ایله هغه وخت خلاص شو کله چې دوه زرم میلادي کال نه وروسته ټولې صلیبی نړۍ د افغانستان پر اسلامی امارت د یرغل تا بیا ونیوله او پاکستاني جنرالانو یې د کلکې مګرتیا اعلان وکړ، هډې یې ورکړې، د لارې اسانتیایې ورته چمتو کړه، استخباراتي معلومات او مشورې یې ورسره شریکې او په زرګونو افغاني، عربې، خپل او پردیي نارینه او ښځينه مجاهدین او مبارزین یې ژوندي ورباندې خرڅ کړل. اوس که سړی اصل واقعیت راوسپړي نو پرته له څه شک او شبهې د پاکستان د موجوده نا امنۍ اصلي وجه د واکمنو همدغه ناوړه عمل دی چې د پاکستان مسلمان ولس ته هیڅکله د منلو نه دی. له بده مرغه همدا اوس پاکستاني جنرالانو د روان ګډوډ وضعیت د قابو کولو په پار تر پخوا لا ډېر زیات بدتر عمل ته لاس اچولی او هېواد کې یې له امریکایانو سره ګډ پوځي مشقونه پیل کړي دي چې دا نو په حقیقت کې پخواني بل شوي او رباندې له  تیلو اچولو پرته بل څه نه دي. کېدی شي مشران به یې فکر کوي چې په دې سره به له یوې خوا افغانان ووېر وي، بل لورته به ټي ټي پي او بلوچ غورځنګ ته خپل زور او ملګري ورښکاره کړي او بل دا چې له پرنګي به هم د وسلو او پیسو څه مرسته په لاس راوړي. په هر صورت نوکه موخه د افغانانو ډارول وي بیا نو دوی ته په کار ده چې زموږ د شل کلن اشغال د زمانې پر تجربو له سره کتنه وکړي، غالباً ښه به وپوهیږي. او که چېرې خپلو مخالفو وسلوالو ته زور ور ښکاروي نو دې کې هم ټول سیاستوال، ټولنپوهان او علماء بالکل په همدې یوه نظر دي چې د امریکایانو را بلل او ګډ پوځي مشقونه ورسره اجراء کول به جنګیالیو ته داسې یوه ځوښېدونکې روحیه ورکړي چې بیا به یې کرارول د هیچا وس کې نه وي. په دې اساس د پاکستان واکمنو ته لازمه ده چې د حالاتو خطورات درک او له دغې شیطاني لوبې ژر ترژره لاس واخلي، کنه انجام به یې خورا ډېر خطرناک او پرته له پراخې تبایي بل څه نه وي. که څه هم تمویلونکي او مرستندویان خو یې یقیناً همدغه حالت له خدایه غواړي او د وسلو ډک ګوډامونه یې ساتلې د همدې ورځې لپاره دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button