ګزارش

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د دوو ربعو د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور

امربالمعروف وزارت په دریو برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي چې عبارت دي له« په نیکیو (معروفاتو) باندې باندې امر کول، له بدیو(منکراتو) څخه منع ول او په هیواد کې له نظامي او حکومتي مسؤلینو څخه د شکایت کوونکو شکایت اورېدل او حل کول.»
د یاد وزرت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي په تېرو شپږو میاشتو( دوو ربعو) کې له ۲۳ زیاتو ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یي د نوموړو ولایتونو له حکومتي مسړلینوو نظامیانو، محتسبینو، دیني علماوو، قومي مخورو او ولسونو سره لیدلی دي، چې په یادو لیدنو کې یي له ولسونو او مسؤلینو څخه د ټولنې د سمون په برخه کې د پوره همکارۍ غوښتنې کړې دي.
همداراز د دې وزارت سرپرست په یاد جریان کې د ایران هیواد د علماوو له شورا، د اسلامي هیوادونو شورا د غړو، جاپان سفیر، ترکیې سفیر، د اروپایي اتحادیي او یوناما له استازو سره لیدنې کړې دي او هغوی ته یي ویلي چې افغانستان له نړۍ سره د سالمو اړیکو جوړول غواړي.
د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو برخې په تیرو شپږو میاشتو کې ۵۷۱ شکایتونه ثبت کړي دي چې له جملې یې ۳۹۸ شکایتونه حل کړي دي، ۴۱ شکایتونه د مختلفو دلایلو په اساس رد شوي او د ۱۰۰ شاوخوا شکایتونه په طی مراحل کې دي.
د دې وزارت د تقنین او پالیسۍ برخه کې ۶ قانونونه او مقررې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ـ د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په پارـ مطالعه شوي دي او هم یې د دې وزا د فعالیتونو د تنظیم مسوده ترتیب او عدلیې وزارت ته ولیږله او همداراز د فکري سمون په برخه کې مسوده، د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د نیکو اړیکو رامنځته کولو مسوده، د ښځو لپاره د اسلامي حجاب د مراعتولو مسوده او د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې برخه کې د مسودې د ترتیب لپاره د نظر وړاندې کولو برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.
د محتسبینو د اصلاح او روزنې ریاست د ۲۱ ولایتونو اړوند ۳۹۴ تنه د محتسبینو امرانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار ترتیب او وړاندې کړ او همداراز یې د کابل ښار اړوند ۱۹ حوزو محتسبینو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه ۶ ورځنی برنامه وړاندې شوه او محتسبینو ته له خلکو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې وشوې.
د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي برخې مسړلینو د دې وزارت د لایحې د ۱۷ فصل منځپانګه له جوزو، کنډکونو، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست اړوند لوا ګانو کې د نضامیانو د پوهې د سطحې لوړولو يه موخه او د اسلامي شریعت د تطبیق په موخه وړاندې شوه.
د دې وزارت د نظامي برخي مسؤلینو د ۱۰ ولایتونو له دری ګونو نظامي ارګانونو سره اصلاحي ناستې وکړې او له هغوی سره یې د دې وزارت اړوند قوانین او فرمانونه شریک کړل او هم یی له صفونو څخه بې ږیري او کم عمره هلکان خارج کړل.
د امربالمعروف وزارت له لوری د مرکز او ولایتونو ۱۳ مستقلو او اړوند ریاستونو کارمندانو ته سیرت او صورت جوړونې او حجاب مراعتولو په پار د دې وزارت لایحې او لارښوونې شریکې کړې دي.
د دې وزارت د ادارې د انکشافی روزنې برخې له لور‎ي د اداري مراسلاتو د اساساتو د زده کړې په موخه دری دورې سمینارونه وړاندې شول چې د مرکز ا ولایتونو څخه په کې ۷۸ تنو برخ اخیستي وه.
د دې وزارت د ارشاد او دعوت برخې له لورې هره ورځ د ماسپین له لمونځ وروسته ۱۵ دقیقې د سیرت، اسلامي اخلاقو، لمونځ، اودس ، عقیدې او اسلامي احکامو اړوند تدریس کېږي.
د دې وزارت د اطلاعاتو برخې د یوټيوب، ویبسایټ او ټویټر پاڼو له لارې د ژورنالیستیکي اصولو سره سم د یاد وزارت فعایتونو ته په وخت انعکاس ورکړی دی. دې برخې د حجاب او اړوند موضوعاتو په پار د ذهنیت جوړونې په برخه کې د کابل ښار او ولایتونو په واټونو کې بینرونه او دیوالي شعارونه نصب کړي دي.
امربالمعروف وزارت د باامنه فضا راوستلو په موخه د وزارت په مختلفو ساحو کې امنیتي کمرې نصب کړی دي همداراز یي حاضیري الکترونیکي بڼې ته اړولې او د تلیفونونو فعالول او هم د کارمندانو د معلوماتو درج کول د تکنالوېي برخې ل فعالیتونو څخه دي.
دې وزارت د ښخو لاره د مصؤنې فضا د رامنځته کولو په موخه؛ پوهنتونونو، مګتبونو، دفترونو، پارکونو، روغتونونو او ښاری خدمتونو ته د اختلاط د مخنیوي او شرعي حجاب د رایتوو سپارښتنې کړې دي.
داراز د کابل اړوند ۲۰ حوزو محتسبینو د فعالیتونو ارزیابي کول او مقام ته وړاندې کول.
د امربالمعروف وزارت د کارپيژندونکو(کارشناسانو) ډله د پالیسیوو ابلاغیو او شرعي اسلامي احکامو د تطبیق څخه د نظلرت په موخه ګمارل شوي وه، چې فارمټ یي جوړ او په شپږو میاشتو کې یي د ۱۲ ولایتونو ارزیابي ترسره کړې ده.
ددې وزارت محتسبینو د جګړې د ختمولو او د ښاریانو د حقونو ساتلو په موخه مخالفین په ښه طریقه سره را دعوت کړي دي چې په پایله کې سلګونو کسانو له مخالفت لاس اخیستی او له شته اسلامي نظام څخه یي ملاتړ اعلان کړی دی.
په تیرو شپږو میاشتو کې د مرګز او ولایتونو محتسبینو د منکراتو ( د حیواناتو جنګول،هګیو جنګول، ږیري وهل، سود، موسیقي اوریدل، مخدره توکو استعمال،په سلمانیو او ارایشګاوو د تصویرانو نصب) په مخنیوي کې د پام وړ فعالیتونه ترسر کړي دي.
د وزارت د پلټونکو ډله د حقیقتونو او معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د کابل په ۱۲ ولسوالیو او ۵ ولایتونو کې پلټنې وکړې او د منراتو د پيژندنې په برخه کې یې ۱۱۷۰ پوښتنپاڼې یې دری ګونو نظامي ارګانونو ته د لیکو د اصلاح او د هغوی د امنیتي ځواکونو ستونزو او ننګونو څخه د خبراوي په موخه وویشلې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم سره سم نوی تشکیل چې په کې ۲ معینیتونه ۲ عمومي ریاستونه، ۱۶ ریاستونه ۱۶۲ خدمتي کارکونکي او ۴۲۶ امریتونه په کې شامل و د منظوري په موخه اداره امور ته ولیږل شول.
په تیرو شږ میاشتو کې د دې وزارت ۳۶۱ خالي بستونه ډک او د روغنیاتو او نورو فرارداتي موادو قرادادونه شوي دي.
امربالمعروف وزارت د اذان خپراوي په موخه ۴۰۰ لودسپيګرونه د کابل ښار په پرنفوسه او لوړو سیمو کې نصب کړل چې یاد لوډسپيکرونه د مخابراتي سیستم په بڼه سره وصل او په یو وخت کې له ټولو څخه یو اذان خپریږي.
دې وزارت د دوکاندارانو او هټیوالو په مرسته ۴۰۰ محراه مسجدونه د کابل په مختلفو سیمو کې فعال او تاسیس کړل او هم ورته امامان وګمارل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button