سرلیکنې

د امانت ساتنې فردي او ټولنيز ارزښت!

اسلام پر نورو ښېګڼو او غوره صفتونو سربېره پر امانت ساتنه هم ډېر ټينګار کړی دی، امانت ساتنه يا امينتوب يوه داسې عمومي عمليه ده، چې مفهوم يې فردي، اجتماعي او حکومتي نظامونو ټولو ته شاملېږي.

اسلام پر نورو ښېګڼو او غوره صفتونو سربېره پر امانت ساتنه هم ډېر ټينګار کړی دی، امانت ساتنه يا امينتوب يوه داسې عمومي عمليه ده، چې مفهوم يې فردي، اجتماعي او حکومتي نظامونو ټولو ته شاملېږي.

په فردي او اجتماعي ژوند کې د امانت ساتنې ارزښت دا دی، چې د ټولنې د افرادو ترمنځ پر يو بل باور او اعتماد زياتېږي او همدغه باور بيا په ټولنيز او فردي ژوند کې د امنيت، ثبات او ډاډ لامل ګرځي.

کله چې د ټولنې په افرادو کې پر يو بل باور او اعتماد ډېر وي، هلته خوشحالي او ډاډ رامنځته کېږي؛ رواني ناروغۍ، خپګان او نا امني له منځه ځي؛ خو که خدای مه کړه کومه ټولنه کې د امانت ستر صفت له منځه لاړ شي، افراد يې له بې ثباتۍ او بې اعتمادۍ سره مخ کېږي او له داسې ټولنې بيا خوشحالي او ډاډ د تل لپاره کډه کوي.

په شخصي ادارو او حکومتي نظامونو کې هم د امانت ساتلو غوره صفت ډېر لوړ ځای او بېلابېلې بڼې لري: يو دا چې مسئوليت او دندې له هر ډول تبعيض او توپير پرته وړ او اهلو کسانو ته بايد ورکړل شي، په دې سره بريا او ټولنيز عدالت رامنځته کېږي، دغه راز مسئول فرد ته ورسپارل شوې دنده کې شفافيت او اخلاص هم د امانت يوه بڼه ده. دغه راز کار ته په خپل وخت تلل او په خپل وخت رخصتي د امانت بل ډول دی. په ښه توګه او عامه مصالحو او اړتياوو ته په کتو سره د بيت المال مصرف او له اړتيا زيات او بې ځايه لګښت څخه يې ډډه کول هم امانت ګڼل کېږي او پر شخصي اړتياوو او بې ځايه لګښت يې خيانت دی، چې ډېرې زياتې ټولنيزې ستونزې ايجادوي.

موږ هغه مهال يوه پرمختللې، باثباته او متوازنه ټولنه او دغه راز يو مترقي، پرمختللی او باثباته هيواد درلودلی شو، چې په فردي، اجتماعي او حکومتي کچه د امانت ساتنې ستر اصل ته پوره پاملرنه وشي او هر څوک د خپلې دندې او مسئوليت په کچه دغه سترصفت ته ژمن واوسي.

په دې برخه کې د ديني عالمانو، بانفوذه شخصيتونو او رسنيو دنده او مسئوليت ډېر زيات دی، دوی بايد په ټوله معنا د امانت ساتنې لپاره هڅې وکړي او د يوې باثباته او خوندي ټولنې جوړولو کې خپل اساسي رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button