اقتصاد

د امام ابوحنيفه (رح) په نړيوال نندارتون کې د کابو ۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت توکي پلورل شوي

په  کابل کې د امام ابو حنيفه (رح) دويم نړيوال نندارتون پرون د يو شمېر دولتي مسئولينو، ملي سوداګرو او پانګوالو په ګډون د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په دې غونډه کې وويل، چې د ورته نندارتونونو د دوام او لا معياري کولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي او د افغانستان د توليداتو د معرفي کولو په موخه په نږدې راتلونکي کې قزاقستان ته سفر کوي.

عزيزي زياته کړه، چې په قزاقستان کې د افغاني توکو د نندارې په موخه لسګونه غرفې په وړيا ډول د افغانستان په اختيار کې ورکړل شوې دي.نوموړي همدارنګه وويل، چې امريکا دې نور د افغانانو له کړولو څخه لاس واخلي او د هغوی خپلې پيسې دې بېرته ازادې کړي، ځکه چې  له دغو بنديزونو څخه تر ټولو ډېر ولس او خصوصي سکتور زيانمن کېږي.د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست له هيوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې له داخلي توليداتو څخه ګټه واخلي، موږ يې د ښه کيفيت ډاډ ورکوو.

دغه راز دغې غونډې ته د رئيس الوزراء په رالېږل شوي پيغام کې ويل شوي، چې د دغه نندارتون په وسيله به د افغانستان ريښتيني انځور نړۍ ته وړاندې او پانګوال به دلته د پانګونې له ګڼو فرصتونو څخه خبر شي.په پيغام کې همدارنګه ويل شوي، چې اسلامي امارت د بسيا افغانستان دجوړولو لپاره مبارزه کوي او نړيوال دې هم افغانستان ته د خطر په سترګه نه بلکې د فرصت په سترګه وګوري.رئيس الوزراء زياته کړې، چې نړۍ دې د بنديزونو او فشار پر ځای خپلې انديښنې او وړانديزونه د تفاهم او خبرو له لارې له اسلامي امارت سره شريک کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسئولينو په وينا په دې نندارتون کې د شانګهای پر سوداګرۍ خونې سربېره د پاکستان، ايران، ترکمنستان او ترکيې هيوادونو ۷۰ تنو ګډونوالو هم برخه درلوده.د يادونې وړ ده، چې د امام ابوحنيفه (رح) په نړيوال نندارتون کې، چې يوه اوونۍ يې دوام درلود د کابو ۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت نندارې ته اېښودل شوي توکي پلورل شوي او شاوخوا ۳۵۰ زره کسانو له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button