
په کابل کې د امام ابوحنيفه ( رح) په دويم شپږ ورځني نړيوال نندارتون کې د پاکستان، ايران او ترکمنستان څه باندې ۶۰۰ پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی دی.دغه نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لهخوا د چنګاښ له شپاړسمې تر دوهويشتمې پورې جوړ شوی؛ ګڼشمېر ښځينه سوداګرو او صنعتکارانو په کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.د پاکستان د سوداګرۍ د پراختيا ټولنې او له ۲۵ څخه زياتو مشهورو پاکستاني صنعتکارانو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ټويټ کړی: د پاکستان، ترکيې او ترکمنستان سوداګرو استازيو په B2B (سوداګرۍ ته د سوداګرۍ بېلګه ) تر سرليک لاندې کنفرانس کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لهخوا جوړ شوی و؛ ګډون وکړ او له پانګونې سره يې ليوالتيا څرګنده کړه.د دې نندارتون د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون نه يوازې د افغان سوداګرو د سيمه ييزو توليداتو په وده کې مرسته کوي، بلکې له سيمه ييزو شريکانو سره د دوي اړيکې هم پياوړې کوي.دغه نندارتون د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د هڅو يوه برخه ده، چې موخه يې د سياسي ګټو له په پام کې نيولو پرته د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو پراختيا ده.د امام ابوحنيفه رحمةالله دويم ملي او نړيوال نندارتون، چې د جولاي پر ۱۶مه پيل شوی؛ تر پرونه د افغانستان د نړيوال نندارتون په مرکز کې روان ساتل شوی و.د دغه نندارتون د جوړيدو موخه د افغانستان د کورنيو توليداتو وده، د نورو هيوادونو له نويو توليداتو سره د افغان سوداګرو او صنعتکارانو آشنا کېدل، د صادراتو، وارداتو او ګډې پانګونې لپاره د نويو فرصتونو رامنځته کول او د افغان او نړيوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پراخول دي.