سرلیکنې

د امامانو او خطیبانو لپاره د لنډ مهالو سیمینارونو اړتیا

50 / 100

الله تعالی لره ډېره ستاینه ده چې زموږ هېواد کې لا هم د اسلام کلمه او چته، دیني شعایر څرګند او فعال، مدرسې او جوماتونه ودان، د امامانو او ټولو دیني علماؤ حیثیت او درناوی خوندي او پر عوامو یې نفوذ ډېر ژور دی. همدا زموږ د ملت لپاره یو لوی سعادت او ستره نېکمرغي ده. خو له بلې خوا همدا وضعیت ددې تقاضا کوي او د خلکو حق هم دی چې دیني علماء او خصوصاً د جوماتونو امامان او خطیبان په خورا مهارت، غوره لهجه، ښه اسلوب او د دعوت ګردو شرایطو سره سم هغوی ته دیني لارښوونې او د قرآن او حدیث ټول احکام او نصوص بشپړ بیان کړی شي. البته په دې کې شک نشته لکه څنګه چې افغانان د ژوند په نورو څانګو کې هم ډېر کم ماهر او پیاوړي مسلکي کسان لري، همدغسې شرعي علومو کې هم کمی محسوس دی. تردې چې که د زیاترو، امامانو، خطیبانو او مدرسینو وړتیا په غور سره وکتل شي نو په ډاګه معلومیږي چې عام امامان د قرائت، خطبیان د بیان او خطابې او مدرسین د تدریس له بدیهي قواعدو هم ناخبره دي چې له بده مرغه د نصاب نیمګړتیا لا نوره هم پرې سرباری شي نو د عوامو دې خدای مل شي. بناءً دا چې اوس د دیندارو او با احساسه اشخاصو لپاره یو زرین فرصت برابر شوی او د اسلامي امارت ټول مسئولین هم په دې هکله پوره اخلاص او جدیت لري، باید هڅه وشي دغې نیمګړتیا ته یې توجه را جلب او تر ممکنه حده د امامانو او خطیبانو د روزنې لپاره د لنډ مهالو روزنیزو سیمینارونو څه ترتیب وینول شي. البته د محراب او منبر له اغېزو اهمیته هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی ځکه همدا جوماتونه د افغانانو د با نفوذه وګړو د راغونډېدو او همدا منابر مو د عوامو د تنظیمولو او توجیه کولو هغه مراکز او وسایل دي چې د هېواد فرد فرد په زړونو کې ژور ځای او دروند حیثیت لري- نو ښکاره ده چې که هر څومره زموږ امامان او خطیبان له علمي او مسلکي پلوه رسېدلي او پیاوړي او د دعوت و ارشاد له اصولو ښه خبروي، په هماغه کچه به یې پر عوامو اغېز زیات او دیني لارښوونې په سمه توګه تشریح کولی شي. موږ باید دا هم په نظر کې ونیسو چې د ملتونو په تاریخ کې د سیاسي او نظامي تحولاتو عمرونه لنډ خو د اخلاقي او دیني تغییراتو اغېزې بیا تر ډېرې زمانې د خلکو په انګېرنو کې ځان لري. لنډه دا چې ښايي باور وکړو زموږ د انقلابونو، کړاوونو او قربانیو اصلي موخه خپلو ولسونو کې د همدغو اخلاقی او دیني ارزښتونو او پاکو عقایدو ترویج او ټینګښت وي چې اوس نو غفلت پکې کول ښکاره خیانت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button