اقتصاد

د اقینې ـ اندخوی وسپنې کرښې او کابل – کندهار لویې لارې په تړاو بحث وشو

55 / 100

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لومړۍ غونډه پرون د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.په دې غونډه کې د اقینې ـ اندخوی وسپنې کرښې او کابل – کندهار لویې لارې تر څنګ پر نورو ګڼو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

د کابینې په دې غونډه کې د اقینې ـ اندخوی وسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک په تړاو یو پلاوی وټاکل شو. یاد پلاوي ته دنده سپارل شوې چې ددې ځمکې چارې له نږدې وڅېړي او پایلې یې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل ـ کندهار لویې لارې له کابل ـ غزني پورې د دویم سړک د جوړونې له شرکتونو سره د قرارداد په تړاو ناسته وکړي او پایله یې د ریاست الوزرا مقام سره شریکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button