دینی لیکنې

د اقصی مسجد او د مسلمان اُمت مسؤلیت او  دنده  !        

د ټولو علماؤ کرامو په دې اتفاق دی، د مسلمانانو زمکه هر چېرته چې ښکیلاکګرو ونیوله، نو په لومړي سر کې د هغې (زمکې ـ هېواد ـ دولت) پر وګړيو لازم او فرض دي چې هغه بېرته له ښکیلاکګرو څخه ونیسي، که یوازې هغو وګړيو نه شوه نیولی نو بیا په ګاونډيو هېوادونو او خلکو فرض دی چې د هغوی مرستې ته ور ودانګي، څو هغه خاوره د غاصب دښمن له ولکې وژغوري. دا داسې فرض دی لکه څنګه چې د اصحابو کرامو رضی الله عنهم په عصر کې و او له هغه وروسته دا سلسله روانه وه.

د ټولو علماؤ کرامو په دې اتفاق دی، د مسلمانانو زمکه هر چېرته چې ښکیلاکګرو ونیوله، نو په لومړي سر کې د هغې (زمکې ـ هېواد ـ دولت) پر وګړيو لازم او فرض دي چې هغه بېرته له ښکیلاکګرو څخه ونیسي، که یوازې هغو وګړيو نه شوه نیولی نو بیا په ګاونډيو هېوادونو او خلکو فرض دی چې د هغوی مرستې ته ور ودانګي، څو هغه خاوره د غاصب دښمن له ولکې وژغوري. دا داسې فرض دی لکه څنګه چې د اصحابو کرامو رضی الله عنهم په عصر کې و او له هغه وروسته دا سلسله روانه وه. بیت المقدس (مسجد اقصی) زمونږ لومړنۍ قبله ده، دریم حرم دی او د انبیاؤ (علیهم لسلام) مسکن دی او د نبي اکرم ﷺ د اسراء ځای دی. الله تعالی وايي:

ژباړه: سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې شپې له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصاء پورې بوته، چې د هغه خواوشا مونږ برکتونه نازل کړي دي، څو مونږ هغه ته خپلې نښانې وروښییو، بېشکه هغه د هرې خبرې اورېدونکی، د هر څيز لیدونکی دی. (سورة اسراء: ۱ آيت)

لومړی: احادیث (نبوي حدیثونه): عن أبی هریرة رضی الله عنه عن النبی ﷺ «لا تشدوا الرحال الا الی ثلاثه مساجد: المسجد الحرام، ومسجد الرسول ﷺ ومسجد الأقصی» ژباړه: نبي ﷺ وايي: (تاسو خپل بارونه مه تړئ، (سفر مه کوئ) یوازې دریو مسجدونو ته (یې تړئ/ سفر کوئ)  مسجد حرام ته، د رسول الله ﷺ مسجد ته او د اقصی مسجد ته) . (بخاري۱۱۴۷ ګڼه حدیث        او مسلم: ۲۵۵۴ ګڼه حدیث)عن قرة بن ایاس رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «اذا فسد اهل الشام فلا خیر فیکم، ولا یزال ناس من اُمتی یقاتلون علی الحق ظاهرین حتی یأتیهم أمرالله عزوجل وهم علی ذلک» ژباړه:  نبي ﷺ وویل:( کله چې د شام خلک فاسد شول، نو بیا په تاسو کې خیر نه شته. او زما له اُمته به یو شمېر خلک وي چې په حق سره به جنګیږي (د حق له پاره به له دښمن سره جګړه کوي) بریالي به وي، تر څو هغوی ته د الله ﷻ له لوري حُکم راشي او دوی پر دې ولاړ وي). (ابن ابی عاصم فی الاحاد والمثاني ۹۹۹)عن البراء رضی الله عنه قال: صلینا مع النبی ﷺ نحو بیت المقدس ستة عشر او سبعة عشر شهرا، ثم صرفه الله نحو القبلة). ژباړه: له براء رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: ( مونږ له رسول الله ﷺ سره شپاړس یا اوولس میاشتې د بیت المقدس لور ته لمنځونه وکړل، بیا الله ﷻ هغه د قبلې لور ته تاو کړ). (بخاري:۴۲۳۱ ګڼه او مسلم: ۸۵۰ ګڼه)

زمونږ مقدسات او د پخوانیو (سلف صالحینو) له خوا د هغه درناوی:رُوی أن عمر بن الخطاب، لما دخل بیت المقدس قال: (لبیک اللهم لبیک) ژباړه: روایت دی، بېشکه کله چې عمر بن خطاب بیت المقدس ته ننوت، ویې ویل:( لبیک اللهم لبیک). (ابن حجر عسقلانی المطالب العالیه: ۱۳۱۶ ګڼه)

سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه دا کار یوازې د دې له پاره وکړ چې د بیت المقدس عزت او درناوی یې په زړه کې درلود، نو ځکه یې هلته د تلبیې کلمات وویل:

عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه أن أبا موسی أمهم فخلع نعلیه، فقال له: عبدالله (لم خلعت نعلیک أ بالوادي المقدس أنت؟) ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: بېشکه ابو موسی (په لمانځه کې) د دوی امامت وکړ، نو پيزار یې ووېستلو، بیا ده ته عبدالله وویل: ولې دې پيزار ووېست، آيا ته په مقدس ناو کې ولاړ یې؟ (مصنف عبدالرزاق:۴۵۰ ګڼه) نو د ابو موسی رضی الله عنه دا کار د مقدساتو په درنښت او تعظیم کولو دلالت کوي. د فقهاؤ له اقوالو مونږ په دې پوهیږو چې د غصب شویو زمکو ژغورل او د بېرته د مسلمانانو تر ولکې لاندې یې راوستل، د مسلمانانو فرض دی.

د فقهاؤ اقوال:

۱ ـ [الجهاد فرض عین عند النفیر العام وکفایة عند عدمه، والنفیر العام: أن یحتاج الی جمیع المسلمین فلا یحصل المقصود وهو اعزاز الدین وقهر المشرکین الا بالجمیع، فیصیر علیهم فرض عین کالصلاة، واذا لم یکن کذلک فهو فرض کفایة، اذا قام به البعض سقط عن الباقین کرد السلام ونحوه، لأن المراد والمقصود منه دفاع شر الکفر و کسر شوکتهم، واطفاء ثائرتهم واعلاء کلمة الاسلام فاذا حصل المقصود بالبعض فلا حاجة الی غیره]. ژباړه: د نفیر عام پر مهال جهاد فرض عین دی، له دې پرته کفايي فرض دی. او نفیر عام دې ته وايي چې ټولو مسلمانانو ته اړتیا پېښه شي او هدف هم نه ترلاسه کیږي چې هغه د دین برلاسی او د مشرکانو ټکول دي، خو هغه یوازې د ټولو مسلمانانو په ګډون سره کېدای شي، نو بیا په دوی باندې د لمانځه په څېر فرض کیږي. او چې (صورت او حالت) داسې نه وي، نو بیا (جهاد)  کفايي فرض دی، چې ځينې مسلمانان یې ترسره کړي، د نورو پاتې مسلمانانو (له ذمې) ساقطیږي، لکه د سلام ځوابول او داسې نور… ځکه هدف او مقصد ترلاسه شو چې هغه د کفر او د کفارو شر دفع کول، د هغوی دبدبه او ځواک ماتول، د هغوی اور مړه کول او د اسلام د کلمې لوړول و. کله چې مقصد او هدف د ځينو مسلمانانو په لاس ترسره شي، نو نورو ته اړتیا نه پاتې کیږي. (الاختیار لتعلیل المختار، د عبدالله بن محمود بن مودود موصلی حنفي تألیف).

دا د حنفي مذهب رأیه ده، د نورو مذاهبو د فقهي کتابونو عبارات دې ته ورته دي، نو د فلسطین په وګړیو لازم دی چې خپله خاوره د صهیونستانو له نجاسته پاکه او ازاده کړي، که هغوی یې په یوازې نه شي کولی، بیا د شاوخوا په مسلمانو هېوادونو جهاد او د هغوی مرسته فرض ده، که بیا د هغوی توان او طاقت نه و او یا  ګاونډيانو هغوی پرېښودل، نو یاد فرض د نړۍ ټولو مسلمانانو ته غځیږي او پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض کیږي، څو فلسطین له یهودو څه ازاد کړي.کله چې له حکمتونو ډکې شرعې پر مسلمانانو باندې د هرې خاورې چې د مسلمانانو دښمنانو نیولې او غصب کړې وي، نو بیا د فلسطین مقدسه خاوره خو له نورو زمکو څخه ډېرې دیني ځانګړتیاوې او خصوصیات لري. هغه داسې ځانګړتیاوې او ممیزات دي، چې د قدس د ازادولو له پاره د مجاهدینو هوډونه څو چنده زیاتوي (کلکوي) او پر هغه خاوره باندې د استشهادیانو د شهادت شوق او ولولې په لمبو  راولي. نو دا خاوره او دا زمکه د مسلمانانو د نورو زمکو غوندې نه ده؛ ځکه په دې کې د اقصی مسجد دی، چې هغه هم د حرمینو په څېر ځانګړتیا، خصوصیات او ممیزات لري، لکه څنګه چې الله ﷻ د مخلوقاتو له پاره په هغه کې برکتونه نغښتي، بناءً پر مونږ واجب دي چې له هغو څخه یوه یاده کړم: ـ د فلسطین د قضیې ټولو خواوو ته له اسلامي نظره کتل: فلسطین د مسلمانانو په زړونو کې خاص ځای لري او له دې سره سره یهودیان یادې قضیې ته  د خپل کینه ناک تلمودي نظر له زاویې ګوري. نو مونږ وینو او ګورو چې ځينې مسلمانان دې ته د ټولو مخلصو مسلمانانو په شان نه ګوري، بلکې بعضې مشران او عرب واکمنان د شرم، رسوايي او پېغور کلمې ورته کاروي، چې هغه په بشپړه هزیمت او ناکامۍ دلالت کوي، وايي: زمونږ یې له فلسطین سره څه!؟ مونږ له فلسطین څخه څه ترلاسه کړل!؟ او یو شمېر خو په ډېرې سپين سترګي سره وايي، چې فلسطین له دوو کلمو (فلس) او (طین) څخه جوړ دی چې (فلس) له سرو زرو او سپينو زرو پرته سکو (پیسو) ته کاریږي، همداشان د کب د ډډې (شا) پوستکي ته هم کاریږي. او (طین) یې د خټې او خاورې په معنی دی. باید د حدیثو په (فقه) ځان پوه کړو، ځکه حدیثونه د یوې ډلې د ظهور او څرګندېدا زېری ورکوي، چې د مؤمنانو هغه ډله پر کافرانو برلاسې کیږي. عن معاویة رضی الله عنه أن رسول الله ﷺ قال: (ولا تزال هذه الأمة ظاهرین علی من خالفهم حتی يأتی أمرالله وهم ظاهرون) ژباړه: (له معاویه رضی الله عنه روایت دی، بېشکه رسول الله ﷺ وویل: او دا اُمت به برلاسی وي، پر هغه چا باندې چې د دوی مخالفت کوي، تر دې چې د الله عزوجل حکم راشي او همدوی به بریالي وي. (بخاري  ۲۹۶۵ ګڼه او مسلم   ۳۶۴۰ ګڼه)

دا دې هم له چا پټه نه وي چې یهودو د پراختیا غوښتنې او په فلسطین د اکتفاء نه کولو په اساس خپله استعماري کړنلاره جوړه کړې ده. او یهودیان دا له هیچا نه پټوي، بلکې په ښکاره یې د اسرائيلو د لوی خیالي دولت په نقشه کې کاږي او څرګندیږي چې هغه له نیل څخه تر فرات پورې سیمه احاطه کوي. او همدا نقشه د اسرائيلو پارلمان په دېوال هم کښلې او د تلمود په دیني نصوصو یې ځلولې ده، چې په دې سره د خپل خیالي حق تأکید او تائید کوي.

د فلسطین تاریخي لوري ته هم نظر اچول په کار دي چې فلسطین اسلامي هېواد و، سره له دې چې (پخواني) فارس هم د دې د نیولو هیله لرلې او نیولی یې دی، بیا رومیانو هم ښکیل کړی او د نهم لویس پر مهال د صلیبیانو په یرغلونو کې نیول شوی دی، په شلمه پېړۍ کې انګلیسانو فلسطین ونیو او بیا یې یهودو ته ډالۍ کړ!!قومي غرور: که له ځينې مسلمانو سره بشپړ کافي دلیل نه وي، چې پر اساس یې د اقصی، قدس او فلسطین دفاع وکړي، باید لږ تر لږه خو عرب واکمنان عربیت او عربي نِشنلیزم او انساني غرور په زړونو کې په څپو کړي. داسې ډېر غیر مسلمین لیدل شوي چې د صهیونستانو د ظلمونو پر وړاندې یې له مظلومو مسلمانانو سره درېدلي او د یهودیانو مقابله یې کړې ده. دوستي او دښمني: پر مونږ باندې لازم او فرض دی چې له هغه چا سره خپله دښمني ښکاره اعلان کړو چې له الله جل جلاله، رسول ﷺ او د الله ﷻ له مقدساتو سره دښمني کوي او په ځانګړې توګه له هغه ځای سره کینه او عداوت کوي، له کومه ځایه چې الله ﷻ خپل رسول الله ﷺ پورته هسکو اسمانونو ته اوچت کړ، نو یهودیان د الله ﷻ، د هغه د رسولانو علیهم السلام او د انبیاؤ علیهم السلام دښمنان دي، د حضرت محمد مصطفی ﷺ دښمنان دي او د ټولو مؤمنانو سرسخته دښمنان دي. الله تعالی وايي: «لتجدن اشد الناس عداوة للذین امنوا الیهود» ژباړه: خامخا به ته محسوسه کړې چې له مسلمانانو سره سخت دښمني کوونکي یهود دي. [مائده/۸۲].

د نړۍ ډېرو مسلمانانو د ۲۰۲۳ ـ اکتوبر د اقصی توپان څخه ملاتړ وکړ، لاریونونه یې وکړل، د مرستو له پاره هم هلې ځلې کوي، باید د اسلامي نړۍ واکمنان په زغرده د غزې له مسلمانانو څخه ملاتړ وکړي، د نړۍ له یوه مستکبر او جابر څخه هم وېره او ډار و نه کړي، مسلمانان له فلسطیني مسلمانانو سره ژورې دیني اړیکې لري، یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نو ورور باید د خپل ورور ملاتړ وکړي. امریکا له یهودو سره دیني تړاو هم نه لري، خو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن یې هم اسرائيلو ته راغلل. اما د اسلامي نړۍ ډارن واکمن د غزې له غازیانو څخه ملاتړ نه شي کولی. او ډېر خو لا دا خبره کوي چې مونږ د حماس او اسرائيلو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو او ځينې دا وايي چې دا مسئله دې ملګرو ملتونو ته یووړل شي!!های افسوس! ملګرو ملتونو کومې ستونزې حل کړې؟ یوازې لوی اسلامي هېوادونه یې وېشلي، لکه سوډان یې په دوو برخو تقسیم کړ او نور … اما د مسلمانو هېوادونو مشکلات او لانجې نه حل کوي، هسې له دروغو ډکې اعلامیې خپروي او بس. د اسلامي نړۍ د واکمنو او ولسونو دا فرض او دنده ده چې له فلسطیني مسلمانانو سره اوږه په اوږه ودریږي او د ملګرو ملتونو دروغژنو اعلامیو ته غوږ و نه نیسي او دا ووايي:

قلنا وأصغی السامعون طویلا

خلوا المنابر للسیوف قلیلا

ژباړه: مونږ وویل: اورېدونکو ډېرې خبرې واورېدې، غوږ یې ورته ايښی و.

(اوس) د تورو له پاره لږ دا منبرونه وزګار کړئ (پرېږدئ).

لیکنه: محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button