
د اقصی قضیه؛ د اسلامي امت د يووالي او پياوړي دريځ اړتيا
شاوخوا پنځه اويا کاله کېږي، چې د مسلمانانو لومړۍ قبله بيت المقدس او د فلسطيني مسلمانانو نورې ګڼ شمېر سيمې د صهيونيستي رژيم له لوري اشغال شوي او له هماغې ورځې پر فلسطيني مسلمانانو د اسرائيلو له لوري د وحشت او دهشت بې پايه لړۍ پيل شوې ده.
شاوخوا پنځه اويا کاله کېږي، چې د مسلمانانو لومړۍ قبله بيت المقدس او د فلسطيني مسلمانانو نورې ګڼ شمېر سيمې د صهيونيستي رژيم له لوري اشغال شوي او له هماغې ورځې پر فلسطيني مسلمانانو د اسرائيلو له لوري د وحشت او دهشت بې پايه لړۍ پيل شوې ده.
اسرائیلو څخه د لوېديځ او په ځانګړي ډول د امريکا سياسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ د دې لامل شوی، چې اسراييل په سيمه کې په بې سارو وحشتونو او بشري ضد کړنو لاس پورې کړي.
د تېرې اوونۍ په پيل کې د فلسطيني ملت په استازيتوب د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «القسام» د «طوفان الاقصی» په نامه چټک او ستراتيژيک عمليات پيل کړل، د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ حماس په اسراییلي اهدافو له ۵زرو ډېر ميزايل وتوغول او له ځمکې، بحر او هوا څخه يې هم په يو ځل ډېر ستراتېژيک اهداف تر سختو بريدونو لاندې ونيول. په دغو بريدونو کې له ۱۵۰۰ ډېر اسراییلي اشغالګر ووژل شول، زرګونه نور ټپيان او لسګونه نور يې د حماس له لوري ژوندي ونيول شول.
دغو بريدونو اسرائیل سخت وارخطا کړل، غرور او تکبر يې له خاورو سره خاورې شو او په نظامي، سياسي او اقتصادي برخو کې يې په لويه پيمانه زيانونه وليدل.
له سترې ماتې وروسته اسرائیلو د خپل لوېدلي سياسي او نظامي اعتبار او روحيې د بېرته اعادې لپاره په غزه او نورو فلسطيني سيمو کې د بې ګناه ملکي وګړو پر استوګنځايونو، روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو او ګڼ مېشتو ځايونو سختې بمبارۍ پيل کړې او د ښځو او ماشومانو په شمول يې له ۱۰ زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
له يوې اوونۍ ډېره موده وشوه، چې اسرائیلي ځواکونو د ټولو نړيوالو معيارونو او اصولو خلاف غزه تر سختې محاصرې لاندې نيولې. اوبه، برښنا او د سون توکي يې پرې بند کړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې غزې ته بشري مرستې ورسوي.
پر دغو ټولو بشري ضد کړنو او عامو ژنو سربېره امریکا، چې ځان د بشري حقونود ساتنې سرلارې ګڼي، د اسرائیلي بريدونو ملاتړ کړی او په همدې موخه يې سيمې ته خپلې دوه پرمختللې پوځي بېړۍ لېږلي دي.
خو بل لور ته اسلامي نړۍ د حکومتونو په کچه نه يوازې د فلسطيني مسلمانانو عملي او ښکاره ملاتړ نه دی کړی، بلکې په سياسي برخه کې يې هم څرنګه چې پکار دی، هغسې غږ نه دی پورته کړی او ځینو خو يې ان د اقصی پر اشغال سربېره د اسرائیلو له نامشروع رژيم سره سياسي او اقتصادي اړيکې هم رغولي دي، چې دا له فلسطيني ملت او اسلامي ارزښتونو سره ستره جفا ده.
اړتيا ده، چې ټوله اسلامي نړۍ د فلسطین قضيه خپله وګڼي، په اړه يې يو دريځ او موقف ونيسي او له فلسطیني ملت څخه د نظامي، سياسي او اقتصادي ملاتړ له لارې خپل مسئوليت او رسالت ادا کړي.
باور دا دی، چې که ټول مسلمانان سره متحد شی، خپلمنځي اختلافات يوې خوا ته کړي او د شخصي ګټو پر ځای اسلامي ارزښتونو او ګټو ته ترجيح وکړي، نو نه يوازې د اقصی قضيه کې به بريا ترلاسه کړي، بلکې د ټولې نړۍ په سياسي، نظامي او اقتصادي برخو کې به مهم او کليدي رول ولوبوي.