اقتصاد

د اقتصاد وزیر چین ته ولاړد اقتصاد سرپرست وزير  قاري دین محمد حنیف د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی.

22 / 100

ویل کیږي چې افغان پلاوی به د نړیوالې همکارۍ لپاره د چین په شي‌ژانګ کې د ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې برخه واخلي.چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي هم د افغان پلاوي ملتیا کوي. افغان پلاوي کې د چاپیریال ساتنې ادارې رییس حافظ عزیز الرحمان او د بهرنیو چارو وزارت دوه غړي ګډون لري.

افغان پلاوی د تبت اړوند نیانګچي سیمې ته رسېدلی او تمه ده غونډه نن پيل شي.

دې غونډه کې د چین ‌د لوړپوړو چارواکو سربېره د ګڼو هېوادونو وزیرانو او استازو برخه اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button