مرکې

د اقتصاد وزرات: له کاسا زر  پروژې به هر کال نږدې ۴۵ میلیونه ډالره عواید تر لاسه شي

هیواد: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره  د کرنې، صنعت، سوداګرۍ  او کانونو سکټورنو، دپانګوالو هڅول د صادراتو پراختیا او د سیمه ییز اتصال برخې ته پوره پاملرنه شوې ده.

هیواد: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره  د کرنې، صنعت، سوداګرۍ  او کانونو سکټورنو، دپانګوالو هڅول د صادراتو پراختیا او د سیمه ییز اتصال برخې ته پوره پاملرنه شوې ده.

له یادو پروژو څخه یوه مهمه او ملي د کاسا۱۰۰۰ ستره پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې هر کال شااوخوا له ۴۰ څخه تر ۴۵  میلیونه ډالره عواید افغانستان ته راشي. په دې هکله  د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د هیواد  ورځپانې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې و ویل: کاسا۱۰۰۰ د برښنا او انرژۍ د انتقال یوه لویه پروژه ده، چې په پیل کېدو سره یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برښنا افغانستان او پاکستان ته رسول کېږي.

ښاغلي حبیب زیاته کړه، چې دا پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې زموږ په هیواد کې د کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا سره نښلول کېږي.

نوموړی وایي، چې کاسا۱۰۰۰ پروژه د ۱۳۰۰ کیلومتره په اوږدوالي سره شااوخوا ۵۸۰ کیلومتره د انرژۍ د انتقال لیکې یي زموږ د هېواد له خاورې تېرېږي او د دغې پروژې  پر مټ به ۳۰۰ مېګاواټه برښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته ولېږدول شي.

د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی، چې په تېر کې نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې وې.

دی زیاتوي، چې تر دې مهاله د کاسا۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې په قرغزستان کې ۹۷ سلنه، تاجکستان کې ۷۰ سلنه، افغانستان کې ۳۰ سلنه او په پاکستان کې ۵۰ سلنه ترسره شوې دي.

اوسمهال د دغې ملي پروژې چارې د هېواد دننه د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان برېښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.

ده څرګنده کړه، چې د دغې پروژې په تطبیق کولو سره به په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، او د سیاسي ټیکاو زمینه برابره او تر پلې کېدو وروسته به په زر ګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصاد وزرات ویاند وایي، دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مسئولینو په کوښښ اوسمهال د سیمې هېوادونو سره د دغې ملي پروژې د پیلیدو خبرې شوې دي او نړیوال بانک هم  نوموړې دپروژې تمویلونکی دی، د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پاتې کارونو د عملي کولو په اړه د مالي تمویل او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

د ده په خبره د یادې پروژې په بشپړېدو سره به هر کال شااوخوا له۴۰ تر ۴۵  میلیونه دالر ه عواید افغانستان ته راشي او د دې ترڅنګ به زیاتو  هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصاد وزارت ویاندعبدالرحمن حبیب زیاتوي چې د افغانستان اسلامی امارت اقتصاد محوره پالیسي لري او کوښښ کوي چې د لویو اقتصادي او زیر بنایي پروژو د پلی کېدو لپاره لازمي آسانتیاوی برابرې کړي؛ د لویو زیربنایي پروژو پر مټ  په بېلابیلو سکتورونو کې کولای شو کاري فرصتونه ایجاد او باثباته اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button