
د اقتصاد وزارت سرپرست : اقتصادي بنديزونو د افغانستان د پرمختګ مخه نيولې
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف وړمه ورځ په کابل کې د جاپان له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ويلي، چې نړيوالو بنديزونو د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او په هيواد کې د پانګونې مخه نيولې ده.
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف وړمه ورځ په کابل کې د جاپان له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ويلي، چې نړيوالو بنديزونو د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او په هيواد کې د پانګونې مخه نيولې ده.ده زياته کړې چې د ملګرو ملتونو له خوا پر افغانستان پرله پسې بنديزونه، د امريکا له خوا د افغانانو د شتمنۍ کنګل پاتې کېدل او پر بانکي سکتور محدوديتونه د دې سبب شوي ،چې د هيواد پر اقتصادي وضعيت مخامخ منفي اغېزه وکړی او په کور دننه او بهر راکړه ورکړه ورسره کمه شي.نوموړي له جاپاني لوري څخه غوښتي، چې د افغانستان دشته ستونزو د حل په هدف له نړيوالو سره خبرې وکړي.د چارو شنونکي هم وايي: د شته ستونزو د اواري لپاره اړتيا ده چې له نړيوالو سره سياسي تعامل وشي. د سياسي چارو شنونکي ډاکټر معين ګل څمکنی وايي:(( نړۍ ننوسبا پر نړيوال کلي بدله شوې ده. اړتيا ده چې له نړۍ سره نېکې اړيکې ولرو، نو اسلامي امارت ته پهکار ده چې له نړۍ سره مثبتې اړيکې ولري، البته افغاني او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره.))د اقتصادي چارو شنونکي شفيعالله ستومان بيا وايي، که نړيوال بنديزونه لرې نهشي، ښايي د هيواد اقتصادي وضعيت لا پېچلی او سخت شي. ((له شک پرته بايد ووايو ،چې نړيوالو بنديزونو افغانستان ته لوي زيان رسولی او لا به دوام ولري. د نړۍ اقتصاد پر اعتماد ولاړ دی، کله چې دغه باور نه وي، څوک په هيواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.))که څه هم پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله په پوره کېدو دي، خو لاهم کوم هيواد د افغانستان حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لاهم پر ځای پاتې دي.