اقتصاد

اقتصادي کمېسيون د شوکاڼي ګمرکي تعرفه کمه کړه

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه  وړمه ورځ په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه  وړمه ورځ په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.د اقتصادي کمېسيون په دې نوبتي غونډه کې د شوکاڼو د ټاکل شوې روياليټي او ګمرکي تعرفې د ټيټېدو په اړه له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د استخراج شويو شوکاڼو، چې نيمه پروسس يې شوي وي، في ټن روياليټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانيو او ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانيو ته راټيټه شي.په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې دا تصميم يوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په مورد کې نيول شوي او د استخراج د بيا پيل په صورت کې به د روياليټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجديد نظر کېږي.همدارنګه د شوکاڼو سوداګر مکلف شول ، تر څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پنځو مياشتو په جريان کې بهر ته صادرې کړي.په ياده غونډه کې د کابل ښار په کوټه سنګي سيمه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسيون د نظر په پام کې نيولو سره منظوره شوه.

د دغې طرحې له مخې خصوصي سکتور ۱۲ پوړيز سوداګريز مارکېټ په شاوخوا ۳۲۴ ميليونه افغانۍ پانګونې سره جوړوي.په دې غونډه کې د اقتصادي کمېسيون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکتور له لوري د سوداګريز او هستوګنيز مارکېټ د جوړولو طرحه هم منظوره شوه، چې له مخې به يې خصوصي سکتور پنځه پوړيز سوداګريز او هستوګنيز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ ميليونه افغانيو په پانګونې جوړوي.د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسيون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان دملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شريکه شوه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان دملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي, چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسايلو په اړه مشوره ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button