سیاست او دولت

د  افـغـانســتان لپـاره د نیـکاراګـوا  د سفیـر هـرکلی وشـو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر هرکلی کړی دی.بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې افغان حکومت چین کې د افغانستان لپاره د نیکاراګوا جمهوریت له سفیر سره موافقه کړې او چین کې یې افغان سفیر ته لارښوونه کړې چې د نیکاراګوا له سفیر سره له نږدې کاري اړیکې ولري.

یاد وزارت د نیکاراګوا جمهوریت سره د ډيپلوماټيکو اړیکو رامنځته کېدل غوره پرمختګ بللی او د دوه اړخیزې همکارۍ  زیاتونې ته یې هیله ښودلې ده.

د نیکاراګوا ځایي رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و چې مایکل کمپبل یې د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی.

نیکاراگوا د منځنۍ امریکا تر ټولو لوی هېواد بلل کیږي چې پلازمېنه یې ماناګوا ښار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button