
د افغان کډوالو وضعيت؛ د دولتي او نړيوالو ادارو مسئوليت
لسګونه کلونه کېږي، چې پر ګران هيواد د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله، ميليونونه افغانان په نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. ځينې نور هېوادوال مو بيا هيواد کې د امنيت او روزګار د نشتوالي له وجې په غير قانوني او سختو لارو نورو هيوادونو ته تللي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
لسګونه کلونه کېږي، چې پر ګران هيواد د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله، ميليونونه افغانان په نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. ځينې نور هېوادوال مو بيا هيواد کې د امنيت او روزګار د نشتوالي له وجې په غير قانوني او سختو لارو نورو هيوادونو ته تللي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
کوربه هيوادونو کې هم دغه افغانان تر ډېره د آزاد کاروبار له بنديز او له تعليمي، سفري، اقتصادي او اجتماعي ستونزو سره مخ دي، خو د نسبي امنيت او څه ناڅه کاروبار له امله دغه ټولې ستونزې ګالي او هلته استوګنه ورته غوره ښکاري.
که څه هم دغومره ډېر کډوال منل د کوربه هيوادونو احسان دی؛ خو د مهاجرت د نړيوالو قوانينو او اخلاقي اقدارو خلاف کوربه هيوادونه له افغان کډوالو د فشار د آلې په توګه استفاده کوي او تل يې له همدې لارې پر افغان حکومتونو د خپلو غوښتنو د منلو او په سياسي او اقتصادي برخو کې د زياتو امتيازونو د لاس ته وروړلو لپاره استفاده کړې ده.
همدا اوس په ګاونډي هيواد پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د راتلونکې نومبر مياشتې تر لومړۍ نېټې ضرب الاجل ورکړ شوی، چې پاکستان پرېږدي، کنه په زور به واېستل شي او شتمنۍ او ملکيتونه به يې ترې ضبط شي.
اسلامي امارت د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بې انصافه بللې او د خپلو وګړو ستونزو ته د رسېدو په موخه يې د رياست الوزراء د اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشري د ۳۱ تنو لوړ رتبه مسئولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ کړی او د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشېح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمېټې منظورې کړې دي.
یادې کمېټې به خپلو امکاناتوته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي تهیه کوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي. د دې تر څنګ اسلامي امارت ټولو هغو افغان کډوالو ته چې د اسلامي امارت په راتګ سره د يو لړ تشويشونو او اندېښنو له امله له هيواد څخه وتلي وو، ډاډ ورکړی، چې هيواد ته راستانه شي او باعزته ژوند وکړي.
خو بيا هم افغان حکومت ته دوه ډوله مسئوليتونه متوجه دي: يو يې د افغان کډوالو موضوع ته يو مستقل حل پيدا کول او د مهاجرت لړۍ ته د پای ټکي کېښودل دي، چې دا اوږدمهالی او طويل المدت مسئوليت دی او دوهم يې بېړني او عاجل مسئوليت دی، چې له مخې يې د افغان کډوالو ستونزې راکمې کړي.
مستقل مسئوليت دا دی، چې افغان حکومت بايد په کور دننه د خپلو وګړو لپاره د کار، تعليم، روغتيا او د ژوند نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي او د يو منظم ميکانيزم له مخې بهر کې مېشتو کډوالو ته په خپل هيواد کې د استوګنې شرائط برابر کړي. البته دا چاره پرلپسې هڅو، ډېرو مالي امکاناتو او ډېر وخت ته اړتيا لري. که افغان حکومت په دې برخه کې بريالی شو، نه يوازې دا چې له هيواده د کډوالۍ بهير به مهار شي، بلکې بهر کې شته کډوال به هم بېرته هيواد ته را ستانه شي او د هيواد په بيارغونه او پرمختګ کې به ونډه واخلي.
او لنډمهالي مسئوليت دا دی، چې له ډيپلوماټيکو لارو له کوربه هيوادونو سره په دې اړه زغردې خبرې وشي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او دغه راز نورو نړيوالو بشري نهادونو له لارې پر دغو هيوادونو فشار راوړي چې د افغان کډوالو په وړاندې له زور زياتي څخه لاس واخلي او نړيوالو قوانينو ته ژمن پاتې شي.