
د افغان کډوالو ستونزې؛ د دولتي او نړيوالو ادارو مسئوليت
لسګونه کلونه کېږي، چې پر ګران هيواد د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله ميليونونه افغانان په نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. ځينې نور مو په بيا هيواد کې د امنيت او روزګار د نشتوالي له وجې په غير قانوني او سختو لارو نورو هيوادونو ته تللي او دا لړۍ لا هم روانه ده. کوربه هيوادونو کې هم دغه افغانان تر ډېره د ازاد کاروبار له بنديز، تعليمي، سفري، اقتصادي او اجتماعي ستونزو سره مخ دي، خو د نسبي امنيت او څه ناڅه کاروبار له امله دغه ټولې ستونزې ګالي او هلته استوګنه ورته غوره ښکاري. که څه هم دغومره ډېر کډوال منل د کوربه هيوادونو احسان دی؛ خو د مهاجرت د نړيوالو قوانينو او اخلاقي اقدارو خلاف کوربه هيوادونه له افغان کډوالو د فشار د الې په توګه استفاده کوي او تل يې له همدې لارې پر افغان حکومتونو د خپلو غوښتنو د منلو او په سياسي او اقتصادي برخو کې د زياتو امتيازونو د لاس ته راوړلو لپاره استفاده کړې ده.مهمه دا ده چې حکومت او نړيواله ټولنه د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې کوم کوم مسئوليتونه لري.افغان حکومت ته د خپلو وګړو د حقونو د ساتنې په برخه کې دوه ډوله مسئوليتونه متوجه کېږي: يو يې د افغان کډوالو موضوع ته يو مستقل حل پيدا کول او د مهاجرت لړۍ ته د پای ټکي کېښودل دي، چې دا اوږدمهالی او طويل المدت مسئوليت دی او دوهم يې بېړنی او عاجل مسؤليت دی، چې له مخې يې د افغان کډوالو ستونزې راکمې کړي.مستقل مسؤليت دا دی، چې افغان حکومت بايد په کور دننه د خپلو وګړو لپاره د کار، تعليم، روغتيا او د ژوند نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي او د يو منظم ميکانيزم له مخې بهر کې ميشتو کډوالو ته په خپل هيواد کې د استوګنې شرائط برابر کړي. البته دا چاره پرلپسې هڅو او ډېر وخت ته اړتيا لري. که افغان حکومت په دې برخه کې بريالی شو، نه يوازې دا چې له هيواده د کډوالۍ بهير به مهار شي، بلکې بهر کې شته کډوال به هم بېرته هيواد ته را ستانه شي او د هيواد په بيارغونه او پرمختګ کې به ونډه واخلي.او د حکومت لنډمهالی مسئوليت دا دی، چې له ډيپلوماټيکو لارو له کوربه هيوادونو سره په دې اړه بايد په زغرده خبرې وشي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او دغه راز د نورو نړيوالو بشري نهادونو له لارې پر دغو هيوادونو فشار راوړي چې د افغان کډوالو په وړاندې له زور زياتي څخه لاس واخلي او نړيوالو قوانينو ته ژمن پاتې شي.له دې امله چې کډوالي نړيواله موضوع ده او افغانستان هم د هغو هيوادونو په نوملړ کې دی، چې ډېر کډوال لري، نړيواله ټولنه هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل برخه کې يو لړ مکلفيتونه لري، د بيلګې په توګه له افغان حکومت سره د کډوالو په بېرته راستنېدو کې بايد اوږدمهالې مرستې وکړي او کډوالو ته په هيواد کې دننه د استوګنې او روزګار په برخه کې خپل مسئوليت سرته ورسوي.