
د افغان مهاجرو جبري وېستل د پاکستان تاريخي تېروتنه
پاکستان پوره ۴۲ کاله په هر ډول شرايطو کې په ورين تندي د افغان کډوالو کوربه توب وکړ، چې نړيواله ټولنه او د پاکستان ملت به تل د خپل حکومت له دې مېلمه پالنې څخه راضي ښکارېدل ، ځکه افغان مهاجرو د پاکستاني انصارو وروڼو ترمنځ د ورورولۍ په معيارونو برابر داسې ژوند وکړ، چې هېڅکله يې خپل انصار وروڼه خفه نه کړل او نه په کوم سرخوږي ورته بدل شول. له دې برعلاوه دوی په خپلو منځو کې خېښۍ او دوستۍ هم وکړې او ترڅنګ يې د پاکستان په هېواد کې داسې اساسي پانګونې وکړې ، چې د پاکستان پر اقتصادي وده يې هم رغنده رول وغورځاوه.
د اسلام په سپېڅلي دين کې هجرت يو داسې منل شوی رکن او اصل دی، چې جناب رسول الله مبارک هم د مکې معظمې د کفارو له لاسه مدينې منورې ته هجرت کړی او د خپل ژوند ترپايه سره له دې چې مکه معظمه يې فتح هم کړه، هلته پاتې شو او له رحلت وروسته په مدينه منوره کې خاورو ته وسپارل شو، اسلامي تاريخونه ګواه دي، چې د مدينې منورې انصارو له مهاجرينو سره داسې نېک سلوک کړی چې په ښېګڼو يې فقهي کتابونه ډک دي او دغه هجرت د نړۍ لپاره پر هغې الګو بدل شو ،چې نن د ملګرو ملتو سازمان په منشور کې د UNHCR په نامه اداره موجوده او فعاليت ولري، خو موږ اوس پاکستان ته چې د اسلام د سپېڅلي دين له اصولو پيروي يې د حکومت او ملت اصل جوړوي ،دې ته اړم شول چې افغان مهاجر په زور او جبرله خپل ملک نه وباسي. آيا دا د حکومت او رعيت ټولو غوښتنه ده که يوازې د لنډمهالي حکومت (!) چې په پاکستان کې يې افغان مهاجرينو ته داسې برناحق ستونزې جوړې کړې ، چې نه د نړيوالو اصولو او نه هم د اسلامي قانون په چوکاټ کې راځي، افغانانو حاضر حال د پاکستان په مختلفو اقتصادي او ټولنيزو برخوکې دومره اوږدې جرړې غځولي چې د پاکستان د سرپرست حکومت د فرمان په محدوده کې به حل نه شي او دا هرڅه اوږدې مودې ته اړتيا لري، د رسنيو د پوښښ له مخې همدا اوس د پاکستان پوليس د افغان مهاجرو پر کورنيو داسې بې رحمه چاپې وهي ،چې ټول انساني او اخلاقي موازين يې ترپښو لاندې کړي. دوی د غلو په څېر د مهاجرو نغدې شتمنۍ لوټوي .د ځينو مالونو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي، په تورخم او سپين بولدک کې يې پر مهاجرينو داسې ناتار جوړ کړی، چې رڼا ورځ يې ورباندې توره شپه اړولې دغه مهاجرين په شپو ورځو وږي تږي ترشنه آسمان لاندې د شپې يخنۍ او د ورځې ګرمۍ ته له کرښې د اوښتلو په تکل انتظار باسي ،خو عجيبه داده چې نړيوال لکه څنګه چې پر فلسطينيانو د اسرائيلو پر مظالمو چوپه خوله دي ، د افغان مهاجرينو په اړه يې هم ځان ناګاره اچولی او خپل غږ نه پورته کوي.
د افغانانو دا جبري وېستل به د تاريخ د پاڼو هغه زيور وي ،چې تل به د پاکستان د سياسي تاريخ پر ټنډه د يوه تاريخي پېغور په بڼه ځلېږي را ځلېږي .
موږ پوره باور لرو چې د پاکستان ملت د خپل حکومت له دغه سياست سره موافق نه دی، ځکه دوی څه باندې څلور لسيزې د افغانانو مېلمه پالنه وکړه او نه غواړي چې افغانان د يوه ترخه انجام په ترڅ کې له خپل ملک نه خفه او آزرده وباسي، حق هم داسې نه دی .
د اسلامي امارت حکومت بايد د راستنو شويو هېوادوالو پوره، پوره کمک او معاونت وکړي ، د دوی د استوګنې او اعاشې غم وخوري، دوی، خو زموږ وروڼه او زموږ هډ او بازو دي ، په راتلونکې کې به د ګران هېواد په آبادۍ کې رغنده رول لوبوي او د خپل هېواد په قدر او اهميت به ځکه پوهېږي چې هغه د چا خبره پردی کټ تر نيمو شپو وي .که نن نه وای سبا به حتمي له پاکستان څخه وېستل کېدل او خپل هېواد ته به راتلل ، خو زموږ وروستۍ ګيله له پاکستاني واکدارانو داده چې د افغان مهاجرينو د وېستلو دا پروسه که په انساني بڼه ترسره شوې واي ښه به وای، خو د پاکستان سرپرست لومړي وزير د څلورو لسيزو مېلمه پالنې ټولې ښېګڼې د خپل وروستي عملکرد په ترڅ کې له خاوروسره خاورې او برباد کړې.