
د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې بيا پيل شوې
د ملي پراختيا شرکت او افغان ملي بانک، له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بيارغولو پاتې چارې پيل کړې.
د ملي پراختيا شرکت او افغان ملي بانک، له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بيارغولو پاتې چارې پيل کړې.د دې پروژې مسئولين وايي: د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې يې له دې وروسته بشپړې شي.د ملي پراختيا شرکت د تصدۍ رئيس محمدميرويس ارغنديوال وايي: د دې ماڼۍ د جوړېدو ټوليز لګښت دوه ميليارډه افغانۍ دی او ټاکل شوې ،چې تر درېوو کلونو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.په همدې حال کې د افغان ملي بانک رئيس شاکر جلالي ،چې دا پروژه تمويلوي، وايي: (( دا يوه ستره پروژه ده چې په ۱۳۸۹ کې يې چارې پيل شوې. ملي بانک له اونېکس شرکت سره د دې ماڼۍ د جوړېدو قرارداد کړی و، خو له دغه شرکت سره حقوقي اختلافونه پيدا شول. همدا لامل و ،چې دوه کاله يې چارې وځنډېدې.د ځنډېدو پر مهال د دې پروژې پر نيمګړتياوو کار وشو، انشاالله تر ۱۴۰۵ کال پورې د دې پروژې چارې بشپړېږي.يوشمېر هغه کسان چې په دې پروژې کې يې ونډه اخيستې او کورونه يې پهکې پېرلي، د جوړولو چارو د بيا پيل په اړه خوښي څرګندوي او وايي: د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼشمېر کورنۍ د اوسېدو ځای پيدا او له بېکورۍ څخه به خلاص شي.