ټولنه او کلتور

د افغان حاجیانو د لېږد پروسه بشپړه شوه

د حج او اوقافو وزارت په خپل اېکس حرمینو شریفینو ته د ټولو افغان حاجیانو د لیږد د بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.وزارت ویلي چې د افغان حاجیانو وروستۍ ډله له کندهار هوایي ډګر څخه د جدې پر لور الوتنه ترسره کړه.

خبر وړاندې لیکي: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږکال په دې وتوانید چې د هېواد له پروازي زونونو (مرکز کابل، بلخ، هرات او کندهار) څخه د (۳۰) زره حاجیانو د لیږد بهیر د الوتنو له مهالوېش سره سم په ټاکلې موده کې بشپړ کړي.

ویل کیږي چې یاد افغان حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتو په وسیله د ذوالقعدې له لومړۍ څخه د ذوالحجې تر دويمې نيټې پورې په ۹۴ الوتنو کې حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button