
د افغانیو نوي بانکنوټونه دوه میاشتې وروسته هېواد ته رارسیږي
د افغانستان بانک وایي، په فرانسه کې چاپ شوي نوي بانکنوټونه به د روان زیږدیز کال په مې میاشت کې افغانستان ته را ورسېږي. د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي ویلي، دغه پیسې د یو فرانسوي شرکت له لوري چاپ شوي او دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري. له دې سره سم، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، ډېری ۵۰۰ او زرګون بانکنوټونه زاړه شوي او په وینا یې دغه وضعیت صرافان له ستونزو سره مخ کړي دي. له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، نوې چاپ شوې افغانۍ تر اوسه د خلکو په واک کې نه دي ورکړل شوي او له د افغانستان بانکه غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازارونو ته وباسي. تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلي وو، د یو نیم مېلیارډ په ارزښت نوې افغانۍ چې د یوه پولېنډي شرکت له لوري چاپ شوي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.