ټولنه او کلتور

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاریو د سازمان د غذایي مصؤنیت د څانګې له مسؤل پروفیسور یرلن بایدولیت او افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي دوکتور سعید العیاش سره پلازمېنه کابل کې افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ناسته ترسره کړه.

ناسته کې پر ګڼو بشري موضوعاتو سربېره د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري بادغیس، نیمروز، غور او فراه ولایتونو کې د ۲۶۸ ټنه مرسته شویو اوړو پر ویش هم خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وشوه، چې په راتلونکي کې به دواړه یو هوکړه لیک لاسلیکوي او د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د اسلامي همکاریو د سازمان مرستې نورې هم پراخېږي.
ښاغلي پروفیسور یرلن بایدولیت د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته قرغزستان ته د ورتګ بلنه ورکړه؛ ترڅو له افغانستان سره د بشري مرستو د جلب برخه نوره هم پراخه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button