
د افغانستان په پرمختګ نور سترګې نشي پټېدلی!
وړمه ورځ نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعيت په هکله مفصل راپور خپور کړ، راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعيت کې يو لړ پرمختګونو ته اشاره شوې.
وړمه ورځ نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعيت په هکله مفصل راپور خپور کړ، راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعيت کې يو لړ پرمختګونو ته اشاره شوې.راپور کې راغلي چې افغانستان کې په تېرو څو مياشتو کې د انفلاسيون کچه له ټولو ښکته درجې ته ټيټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو تولید کې زياتوالی راغلی، د لومړنيو ضروري توکو بيې ټيټې شوي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوی، سوداګريزو شرکتونو ته د پانګونې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوي، دولتي کارکوونکو ته پر وخت معاشونه اجرا شوي او د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت د نړيوال بانک راپور ستايلی او دا يې د افغانستان واقعي انځور ګڼلی؛ خو په ورته مهال يې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو او پر بانکي سيستم باندې د نړيوالو له لوري د وضع شويو محدوديتونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.د اسلامي امارت له بيا وکمنېدو را وروسته رښتيا هم افغانستان پر نړيوالو اقتصادي او سياسي فشارونو سربېره په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او ددې اساسي لامل د فساد پر وړاندې رښتينې او جدي مبارزه او د اسلامي امارت د مشرانو ژمنتيا ده.نړيواله ټولنه بايد نور د افغانستان پر رښتيني وضعيت سترګې پټې نه کړي، اسلامي امارت سره دې د مثبت تعامل لپاره چټک ګامونه پورته کړي او د افغانستان له فعلي وضعيت څخه د يو فرصت په توګه ګټه پورته کړي، چې دا چاره نه يوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ او سيمې په ګټه هم ده.