د افغانستان په تړاو غونډې ارزښتناکې دي
د افغانستان په تړاو ترسره شوې او جوړېدونکې ناستې دارزښت وړ دي. سياسي مبصرين په دې آند دي، هره هغه ناسته چې په هغې کې داسلامي امارت استازي ګډون ونه لري، دغه ډول ناستې او غونډې بې پايلې دي، خو ديادونې وړ ده چې دا هره غونډه ارزښت لري او دقدر وړ دي، که يې ارزښت نه درلودای، نو نړيوال چا دې ته اړ کړي چې مصارف کوي او دافغانستان په اړه پر له پسې غونډې جوړوي. هغوی ته هم دافغانستان موضوع مهمه ده او زموږ لپاره هم. تاسي وينۍ چې په ګڼ شمېر هيوادونو کې داسلامي امارت استازي منل شوي او غوښتل شوي او زيات نور هيوادونه هم علاقه لري چې داسلامي امارت استازي په خپلو هيوادونو کې ومني، خو پر اسلامي امارت خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

لرې نه ده چې نړيوال به ژر دا حقيقت درک کړي او دافغانستان اسلامي امارت به په رسميت وپېژني، ځکه اسلامي امارت هغه کارونه ترسره کړل چې دنړۍ ۴۸ هيوادونو او ځواکونو يې دمخنيوي توان نه درلود. دقدرت جزيرې له منځه ولاړې، ډاډمن او سرتاسري امنيت تامين شوی، دغلا او غصب لړۍ ختمه شوې او دهيواد پر ټوله جغرافيه دافغانستان د اسلامي امارت حاکميت هغه څه دي چې نړيوال هم پرې پوهېږي او ديوه حکومت درسميت پېژندلو شرايط څرګندوي.
موږ منتظر يو چې يوه ورځ به نړۍ بالاخره موږ په رسميت وپېژني. افغانستان دنورو په مرستو متکي هيواد نه دی چې موږ يې په اړه اندېښنه ولرو. اوس هم که دنياوال مو په رسميت نه پېژني داددوی ګناه ده، خو بيا هم موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې دمتقابل درناوي او ديوه خپلواک او مستقل هيواد په توګه له نړيوالو سره په بېلا بېلو برخو لکه اقتصادي، تجارتي، فرهنګي، زراعتي، طبي او داسې نورو اړخونو کې تعامل او تګ راتګ ولرو. زموږ بهرنی سياست دنورو په چاروکې دنه لاسوهنې پربنسټ ولاړ دي او له هغوی څخه هم ورته غوښتنه لرو. ددوحې غونډه او په هغې کې داسلامي امارت داستازي نه شتون جدا بحث دی، خو په ترڅ کې يې داسلامي امارت له پلاوي سره دځينو هيوادونو داستازو ليدنې او کتنې مثبته لاسته راوړنه ده. شايد نړيوال دې ته اړ شي چي په خپلو دريځونو کې بدلون راولي او پر واقعيتونو پوه شي.