سرلیکنې

د افغانستان په اړه نړيواله پاليسي په مثبت لوري د بدلون په حال کې ده

په وروستيو کې د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ضمير کابلوف وويل (روسيه غواړي د ټاپي پروژې برخه شي او په ياده پروژه کې سهم ولري)

په وروستيو کې د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ضمير کابلوف وويل (روسيه غواړي د ټاپي پروژې برخه شي او په ياده پروژه کې سهم ولري)

يوه ورځ وروسته کابلوف زياته کړه :(روسيې د افغان حکومت له چارواکو سره د هغه هېواد د رسميت پيژندلو په اړه خبرې کړې دي. ) تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلين کينګ په يوه پوهنتون کې د وينا په مهال وويل (افغانستان نور د هيچا لپاره تهديد نه دي)

د دوو سترو هېوادونو د مهمو چارواکو پورته څرګندونې عين هغه خبره تائيدوي چې د اسلامي امارت محوري پاليسي ده، هغه داچې د افغانستان اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي خاوره يې د کوم بل هيواد پر ضد استعمال شي او د چا لپاره تهديد جوړ شي.

همداراز هيوادونه بايد د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني او له سترو اقتصادي پروژو او برنامو څخه يې حمايت وکړي.

روسيه او امريکا غواړي په يو مهال د افغانستان اسلامي امارت ته شنه چراغونه ورکړي او له هغو ټولو مشکلاتو سره سره چې په سياسي برخه کې يې دغه دواړه هېوادونه له اسلامي امارت سره لري، اسلامي امارت ته ځان نږدې کړي.

اوس په اسلامي امارت لازمه ده چې له دواړو هېوادونو سره هممهاله داسې بې طرفانه او له ځراکته ډکې اړيکې تامين کړي چې هم د امريکا او روسيې حساسيتونه په کې په نظر کې نيول شوي وي او هم له دواړو هېوادونو سره رغنده او اقتصاد محوره روابط ټينګ او عملا پيل شي.

دا ډول يوه متوازنه او ټول شموله تګلاره کولاي شي چې هم افغانستان له فتنو او دسيسو څخه محفوظ وساتي او هم يې له کوم اړخ سره له تصادم څخه وژغورل شي.  عارف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button