مقالې او تبصرې

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ړوند قضاوت

يوناما يا په افغانستان کې د ملګرملتونو مرستندويه پلاوی (United Nations Assistance Mission in Afghanistan) په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د امنيت شورا د ۱۴۰۱ ګڼې پرېکړه ليک پر بنسټ د بن غونډې د ملاتړ او تطبیق لپاره رامنځته شو چې ورسته يې ماموریتونو د افغانستان د شرایطو سره سم بدلون وموند.  یوناما خپلې موخې د تلپاتې سولې او پرمختګ د بنسټونو په اېښودلو کې له افغانانو سره مرسته، بېلابېلو مسائلو په ځانګړې توګه د امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصادي پرمختیا، په همدغو برخو کې د مالکیت او رهبرۍ رول خپلولو، د بشري حقونو او ښځو حقونو د رعايت په څېر مسائل ګڼي او په همدې برخه کې د ملګرو ملتونو د هېواد ډلې او نورو هېوادونو سره په همغږۍ کار کوي.ملګرو ملتونو په دې وروستيو دوو لسيزو کې د سيمه ييزو بحرانونو د حل او تعقیب لپاره په بېلابېلو نومونو ډيپلوماټیک استازي ټاکلي:ځانګړی استازی (Special Representative)، شخصي استازی(Personal Representative)، عالي استازی(High Representative) استازی او ځانګړي سلاکار(Special Advisor).

ملگرو ملتونو په تېرو پنځو لسيزو کې د افغانستان په هکله داسې منځګړيتوب نه ‌دى کړى چې پايله يې په زړه پورې او عدالت ته نېږدې وي. له تاريخي اړخه دوى داسې رول  نه دى لوبولی چې زموږ پېچلي او نسبتاً مهم مسايل دې پرې حل شوي وي. په ځانګړي ډول دغه سازمان د اشغال پر مهال او له هغه څخه وروسته تر ننه پورې خپل ريپورټونه او دريځونه د آزادۍ غوښتونکيو او وسله‌وال مقاومت پر ضد وو،نو په دغه ډول حالت کې معلومه خبره ده چې له دغه ډول پس منظر سره به د دوی ليد تر ډېره بریده د افغانستان اسلامي امارت په اړه د امنیت شورا د دايمي غړيو او همغږۍ ډلې د ناوړه نیت تر اغېز لاندې وي.

ملګري ملتونه چې له یرغلګرو سره مل افغانستان ته راغلي وو، د هغه مهال د لاسپوڅي رژیم او نور ذیعلاقه اړخونو سره يې په همږغۍ فعالیت کاو. په همدغه ډول یو فضاء کې د هغوی ستراتيژۍ او موخې ټاکل مشخصې شوې،خو په افغانستان کې د یوناما فعالیت د افغانستان اسلامي امارت له بیا واک ته له رسېدو وروسته د یو شمېر نورو بین المللي سازمانونو په شان بدلون وموند، یو شمېر نور یې د ډله‌ييز غرب یا د خپلو تمويلوونکو هېوادونو له سياستونو سره سم هېواد کې خپل فعالیت ودراو یا یې هېواد پرېښود. په افغانستان کې نوي وضعیت د یوناما ماموریت په نوي پړاو کې راوستی، د دې لپاره چې دغه سازمان د نوی وضعیت سره د تعامل لپاره ځان عیار کړي خپلو فعالیتونو، موخو او لومړیتوبونو ته یې له سره کتنه وکړه. پر همدې بنسټ د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د یوناما ماموریت د امنیت شورا له لوري د یوه بل کال لپاره وغځول شو او په افغانستان کې نوي وضعیت ته په کتو سره د تمويلوونکو او تطبیقوونکو اړخونو تمایلاتو په نظر کې نیولو سره د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ زیږدیزو کلونو لپاره « افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ» تر عنوان لاندې سند چمتو کړ. دغه په ۷۷ پاڼو کې چمتو شوی سند پر څو موضوعاتو را څرخي چې دلته موږ یوازې په سند کې د افغانستان په اړه وړاندې شوي ليد لوري تم کېږو او تر بحث لاندې يې نیسو.په ټوله کې د سند څخه دا درک کېږي چې په افغانستان کې د کابل  لاسپوڅي ادارې له سقوط وروسته د وضعیت خورا خراب تصوير وړاندې کېږي او د افغانستان اسلامي امارت ښکاره لاسته راوړنو ته ندرتاً اشاره کوي. په‌ داسې حال کې چې اوس ټول افغانستان د یوه پیاوړي مرکزي  حکومت په ولکه کې دی، د قدرت ټاپوګانو ته د پای ټکی اېښودل شوی، هره خوا سوله او ټیکاو دی، د ډله ييز غرب له لوري د جنګسالارانو، غاصیبینو او له غرب څخه پراشوټ شوي اشخاصو څخه جوړه تر غاړې په فساد کې ډوبې ادارې ټغر ټول شوی،جګړه پای ته رسېدلې،په اقتصادي او مالي ډګرونو کې هم شته امکاناتو ته په کتو سره د پام وړ لاسته راوړنې شته ،خو ملګري ملتونه او شریکباڼي يې په دې باور دي چې یو شمېر تند لارې ډلې اوس هم په افغانستان کې حضور لري. له نوي رامنځته شوي وضعیت څخه دغه ډول جاج اخيستل له واقعيته لرې برېښي، په حقیقت کې د تېر شل کلن اشغال پر مهال د پروپاګنډ دوام او د شته حقایقو تحريف دی،چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو برخلاف په ‌دې وروستیو کې يو شمېر لوړ پوړو غربي چارواکيو خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د نورو ډولو فعالیت رد کړ.په دغه ستراتېژيک چوکاټ کې بله مهمه موضوع د ښځو پر پياوړي کولو، جنسي مساواتو او د ښځو او نارینه وو پر مساوي حقونو راڅرخي. د افغانستان اسلامي امارت په وار وار دا وضح کړې،چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دي او عملاً يې په‌دې برخه کې اقدمات هم کړي دي،خو ملګري ملتونه د اشغال پر مهال د ښځو په برخه کې په اصطلاح لاسته راوړنو له منځه تلو ته په اندېښنه کې دي. په‌دې برخه کې هغه مهال هم د ښځو د حقونو څخه د ملګرو ملتونو او غرب ملاتړ افراطي بلل کېده، پر دوی نيوکې کېدې چې د افغاني ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په نه پاملرنې سره د پرديو ارزښتونو او کلتورونو د تپلو او ترويج هڅه کوي. له ښځو څخه دا ډول افراطي او وسيلوي ملاتړ  مسلمانو او متدینو افغانانو ته د منلو وړ نه‌وو او نه‌دي، له اشغال سره مبازره او په‌دې لاره کې هر اړخيزه قرباني د شرعي ارزښتونو او شعایرو د خوندیتابه په موخه وو.

همدا ډول د ملګرو ملتونو په باور د بشري حقونو د فعالانو، رسنیو، مدني ټولنو او نادولتي سازمانونو پر فعالیتونو بندیزونه لګول شوي، مدني فضاء او د بیان آزادي او راغونډېدنه محدوده شوې،خو په حقیقت کې خبره دا ده چې اشغالګرو، ور سره مل ملګرو ملتونو او یو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو خپلو موخو ته د رسېدو او له اصلي مسير څخه د ټولنې انحراف لپاره له یادو پاکو سرپوښونو  او ادبیاتو ناوړه ګټه تر لاسه کوله. دوی ته د اشغال د مهال فضاء چې د یرغلګرو او غلامانو وحشت او بې بندو بارۍ يې آسمان ته ختلې وې، مدني فضاء معلومېده، د قران او اسلام له سپکاوي، له محاکمې څخه د مرتد خلاصول، د ښځو بربنډول، اخلاقي فساد ،میډیا ته د داسې مسائلو را اېستل چې زموږ د مذهب او کلتور سره په ټکر کې وو او حتی د خره تر لمانځلو پورې وړاندې ولاړل. خو اوس مهال د شریعت په رڼا کې تر بل هر مهال فضاء مدني او پرانيستې ده، خو که ملګري ملتونه او د همغږۍ ګروپ یې په افغانستان کې د یادو عنوانونو لاندې لوېديځ ډوله مدني فضاء او ارزښتونو ترويج غواړي دا بیا محال چاره ده او افغانانو ته هېڅکله هم د منلو نه وه او نه ده.

د ملګرو ملتونو  له نظره، څو لسیزې بې ثباتۍ او جګړې په افغانستان کې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند پر ګڼو برخو منفي اغېز کړی دی. دا منفي اغېزې د بل هر ډګر په پرتله په يوازيتوب کې خورا جدي دي،خو د دوی په باور د افغانستان اوسنی حکومت د ټولشمولیت او د ملي پاليسيو په برخه کې پرمختګ پڅ برېښي يا په هيڅ شمار دی،خو په‌دې تړاو ډېری د سياسي چارو مبصرین په دې اند دي چې اسلامي امارت د سيمې او بين‌المللي کچه يو ټولګډونه حکومت دی او زياتوي چې د دې ډول څرګندونو او دريځ نیونو تر شاه نورې موخې تعقيبېږي چې منل يې د افغانستان د ملي ګټو او ملي امنیت سره په ټکر کې خبره ده. همدارنګه د بنديزونو سره ـ سره اقتصادي وضعیت ښه روان دی، د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه لویې او وړې پروژې د داخلي عوايدو پر مټ تمويلېږي.

ملګري ملتونه دې هڅه وکړي، له خپل منشور د موادو سره سم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې څخه ډډه وکړي او  خپل ټول پلانونه دې د افغانانو د دیني ارزښتونو او کلتور په پام کې نیولو سره تصويب کړي. په اوسنۍ ستراتېژۍ کې دیني او کلتوري ارزښتونو پورې تړلي حساس مسائل يې تعديل ته اړتیا لري، د دغه ډول فرمايشي پلان او غير واقعي ليد لوري سره وړاندې تګ به ورته ننګونکی وي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button