سرلیکنې

د افغانستان په اړه جورېدونکو غونډو کې د افغان استازو د ګډون اړتيا؟

په پام کې دي چې د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه وشي، چې د اسلامي امارت استازو ته لاهم په‌کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په پام کې دي چې د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه وشي، چې د اسلامي امارت استازو ته لاهم په‌کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

که څه هم د دې ناستې اجنډا مشخصه نه ده، خو ویل کېږي چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په څېر موضوعاتو بحثونه وشي.

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ښاغلي(ذبيح الله مجاهد) ددغې غونډې په هکله په خپل غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان په هکله کومې غونډې جوړيږي، په هغو کې بايد د افغانستان استازي حضور ولري، ترڅو د اسلامي امارت موقف پکې په ښکاره او دقيق ډول څرګند کړي.

 اوس چې په دغې غونډه کې د اسلامي امارت د استازو حضور نامعلوم دی، پوښتنه داده، چې د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته کېدونکې غونډې به څومره بريالۍ وي؟ په دې هکله ټول کارپوهان په يوه خوله دي، چې د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه هره کېدونکې ناسته او غونډه به نيمګړې وي او د ستونزو د هواري په برخه کې به کومه ځانګړې پايله ونه لري.

نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمې هيوادونه بايد واقعيتونه درک کړي او د افغانستان له مشروع او خپلواک حکومت سره د تعامل او خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي. که رښتيا هم د دغسې غونډو هدف د افغانستان د بشري او امنيتي حالت ارزول وي، نو د افغان حکومت استازي بايد خامخا پکې برخه ولري، تر څو د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه خپل دريځ وړاندې او د نورو هيوادونو اندېښنې ځواب کړي.

نړۍ او سيمه ييز هيوادونه دې نور پر واقعيتونو سترګې نه پټوي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافيه واکمن دی، هيواد کې يې بې ساری امنيت ټينګ کړی، د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره يې د نړۍ او سيمې له هیوادونو سره د ګډ کار ژمنتيا ثابته کړې او دغه راز يې په ځلونو ويلي، چې په خپله خاوره کې به هيڅ داسې فعاليت ته اجازه ورنه کړي چې د نورو په زيان وي؛ خو له نورو هيوادونو هم د همداسې متقابل احترام او درناوي غوښتنه لري.

منزوي افغانستان د هيڅ هيواد، په ځانګړې توګه د سيمې د هيوادونو، په ګټه نه دی، خو باثباته، پر ځان بسيا او له نړۍ سره وصل افغانستان کولی شي، د سيمې د هيوادونو اقتصادي او سياسي رخ ته مثبت بدلون ورکړي او د سيمه ييزو هيوادونو لپاره د اقتصادي دهليز او اتصال پر نقطه بدل شي.

د سيمې هيوادونه د دې پر ځای چې افغانستان منزوي او کمزوری کړي، د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره  دې کار وکړي، ځکه چې افغانستان د اسيا زړه او د سيمې د هېوادونو لپاره د وصل له ټولو غوره لاره ده. که افغانستان امن او مستحکم و، سيمه به پرمختللې او مترقي وي، خو که -خدای مه کړه- افغانستان يو ځل بيا نا امنه کيږي او رامنځته شوی زرین فرصت له لاسه وځي، بيا دې د سيمې هيوادونه هم د ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ اميد نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button