سرلیکنې

د افغانستان پر یوه لوېشت خاوره هم څوک د بغاوت اعلان نه شي کولی

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیرخان متقي له یو شمېر بهرنیانو سره د بېلابېلو لیدنو کتنو په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ، مرکزی نظام واکمن او د اسیا د شمال – جنوب او ختیځ – لویدیځ ترمنځ د ترانزیټ او مختلفو برخو کې پانګونې ته چمتووالی او غوره فرصتونه منځ ته راغلي.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیرخان متقي له یو شمېر بهرنیانو سره د بېلابېلو لیدنو کتنو په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ، مرکزی نظام واکمن او د اسیا د شمال – جنوب او ختیځ – لویدیځ ترمنځ د ترانزیټ او مختلفو برخو کې پانګونې ته چمتووالی او غوره فرصتونه منځ ته راغلي. دغه راز نوموړي باور څرګند کړه چې افغانستان کې نه د ترهګرو ځالې شته او نه دا خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف استعمالېدی شي. دلته د هغه داعش ټول مرکزونه له منځه وړل شوي چې د تېرې ادارې له خوا به یې پالنه او روزنه کېدله. اوس د ټول هېواد څلور دېرشو ولایاتو، څلور سوه ولسوالیو او لکونو کلیو ان پر یو متر او یوه لوېشت خاوره هم څوک د بغاوت اعلان نه شي کولی حقیقت دادی چې  اوسنی نظام د هېواد د غوڅ اکثریت وګړو د عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو او ملي ګټو ضامن او مدافع دی او همدا وجه ده چې اوس هر فرد د خپل سر، دین، ناموس، عزت، مال او خپلواکۍ د خوندیتوب احساس کوي او بناپردې هر یو د خپل ضمیر او وجدان په حکم د دې نظام پر دفاع او ساتنه ځان مکلف ګڼي. همدا د اوسني امنیت او ثبات  اصلي راز دی. او معلومیږي چې رښتیا هم دلته هیڅوک هم ان پر یوه لوېشت ځمکه هم د نظام د مخالفت اعلان نه شي کولی. په دې اساس ویلی شو چې د ځینو مغرضو جهتونو له لوري افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون، واقعیت خلاف او کاملاً مغرضانه دی. مطلب اوس په هېواد کې د جګړې لپاره هیڅ کومه ډله نشته البته کومه غلچکي او تخریبي پېښه چې عموماً ډېرو پر مخ تللیو هېوادو کې هم منځ ته راځي. ښایي دلته هم وخت ناوخته ځکه منځ ته را شي چې غالباً د پردیو اجیرانو له خوا فقط د څو پیسو ترلاسه کولو په موخه وي. ځکه خو زموږ هیله داده چې نور باید دغه واقعیتونه له پامه ونه غورځول شي او خصوصاً زموږ د سیمې او ګاونډ هېوادونه چې په لوی لاس د ځینو ځواکمنو هېوادو له خوا د بې ثباتۍ او اقتصادي کمزوتیا خواته ورټېل وهل کیږي باید وپوهیږی چې د مغرضینو حقیقی ارمان زموږ خوندیتوب نه بلکې زموږ بې وزلي، دربدري او نورو ته محتاج ساتل دي او بس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button