اقتصاد

د افغانستان وچه مېوه په عمان کې نندارې ته اېښودل شوې

د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې په ګډون افغاني محصولات په عمان کې په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. لس تنو افغان سوداګرو چې په دې درې ورځني نندارتون کې يې ګډون کړی، وايي: د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه بايد په نړيوالو نندارتونونو کې برخه واخلي.

د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې په ګډون افغاني محصولات په عمان کې په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. لس تنو افغان سوداګرو چې په دې درې ورځني نندارتون کې يې ګډون کړی، وايي: د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه بايد په نړيوالو نندارتونونو کې برخه واخلي. په عمان کې د افغانستان د سفارت مسئولين هم وايي، هڅه کوي ،چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لوړه او لازمې آسانتياوې برابرې کړي. بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: په نړيوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره هڅه کوي ،چې د هغوی د ويزې اړوندې ستونزې حل کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شويو معلوماتو له مخې: يوازې په تېرو اتوو مياشتو کې په کور دننه ۱۳ نندارتونونه جوړ شوي چې د ۳۴ ولايتونو سوداګرو په کې خپل محصولات نندارې ته ايښي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button