
سیاست
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شوی
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده. نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته پاکستان ته تللی و. د افغانستان په بهرنیو چارو ویلي چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی.