اقتصادمقالې او تبصرې

د افغانستان ـ قزاقستان د سوداګریزو اړيکو پراختیا

د بدلون په حال کې اوسنی بین المللي نظم ـ د یو قطب محورۍ څخه د څوقطب محورۍ په لورـ او په هغه کې روان کړکېچ یو شمېر لوبغاړو ته ښه فرصتونه په لاس ورکړي او ځينې نور له ننګونو سره مخ کړي. داسې انګېرل کېږي چې په راتلوونکي بین المللي نظم کې به د آسيا رول غوښن وي، نو له همدې امله په سيمه کې مطرح لوی هېوادونه هڅه کوي د امریکا په مشرۍ د ډله‌يیز غرب د نفوذ کچه خپلې د نفوذ ساحه کې را ټيټه او بلاخره صفر ته تقرب ورکړي.

د بدلون په حال کې اوسنی بین المللي نظم ـ د یو قطب محورۍ څخه د څوقطب محورۍ په لورـ او په هغه کې روان کړکېچ یو شمېر لوبغاړو ته ښه فرصتونه په لاس ورکړي او ځينې نور له ننګونو سره مخ کړي. داسې انګېرل کېږي چې په راتلوونکي بین المللي نظم کې به د آسيا رول غوښن وي، نو له همدې امله په سيمه کې مطرح لوی هېوادونه هڅه کوي د امریکا په مشرۍ د ډله‌يیز غرب د نفوذ کچه خپلې د نفوذ ساحه کې را ټيټه او بلاخره صفر ته تقرب ورکړي.

په خورا تنګو او پېچلو شرایطو کې افغانانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غرب د اشغال ټغر ور ټول کړ او کومه اندېښنه چې په سیمه کې د امریکا د مضر حضور او ستراتېژیو په اړه د روسيې او چین سره موجوده وه، تر ډېره ختمه شوې ده. اوس نو په سیمه کې دواړو مطرح نظامي او اقتصادي قدرتونوو ته په کار ده چې ا.ا.ا. سره په منطقه کې رامنځته شوی تازه ثبات لا مستحکم او پوخ کړي.د روسيې او چین په شمول د سیمې اکثریت هېوادونه  ا.ا.ا. سره ښه اړيکې لري.

له ۲۰۲۱ ز کال څخه را په دېخوا په افغانستان کې د ا.ا.ا. له لوري شل کلن اشغال ته د پای ټکي ایښودلو وروسته له ډېره وخته په ټول هیواد کې ټيکاو رامنځته شوی. د غرب د خبري امپريالېزم منفي تبليغاتو او د امریکا په مشرۍ د ډله‌ييز غرب د ستونزو جوړولو سره  سره، په خورا لنډ وخت کې افغان حکومت له موجوده امکاناتو څخه په ګټنه یو شمېر لوی او واړه حياتي مسائل په ښه توګه مدیریت د ولس او نړۍ سره د افغانستان په اړه هیلې را ټوکولې.

نو له همدې امله ګڼ شمېر هېوادونه  ا.ا.ا. سره د څو اړخيزو اړيکو ټینګولو ته را وړاندې شوي دي، د هغو له جملې څخه د منځنۍ اسيا هېوادونه په ځانګړي ډول د قزاقستان یادونه کولی شو. یاد هېواد له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو له پراختیا سره سره تر دې کچې وړاندې ولاړ چې د ا.ا.ا. يې رسماً د هغه تحریم شويو ګروپونو له لېسته وایست چې دوی پرې په‌خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی او په دې ډول کړنې سره د هېوادونو د ليست په سر کې راغی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلان وروسته د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر بنسټ يې د ا.ا.ا. د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه حذف کړ. د مسکو په باور دا پرېکړه به له انزوا څخه د افغانستان ایستلو او په سیمه کې د ثبات ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

قزاقستان په منځنۍ آسيا کې لوی هېواد دی، که څه هم له افغانستان سره ګډه پوله نه‌لري خو ډېر ليرې هم نه‌دی.په دغه هېواد کې د ممنوعه ليست څخه د ا.ا.ا. ایستل په ۲۰۲۴ ز کال کې د بهرني سياست په برخه کې د افغانستان لپاره ښه خبر و. د یاد اقدام په اړه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایبک سمادیاروف ويلي چې دا چاره د ملګرو ملتونو له نورمونو سره سمه تر سره شوې ده. د هغه په خبره امنیت شورا د ا.ا.ا. د یوې تروريستي ډلې په توګه په رسميت نه پېژني نو ځکه يې دا اقدام کړی دی.

په حقيقت کې د آستانې دا پرېکړه په ۲۰۲۱ ز کال کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف څرګندونو ته ور ګرځي، نوموړي  هغه مهال استدلال کړی و، چې افغانستان به نور هم باثباته؛ خپلواکه او له سیاسي پلوه یو موټی شي او د ګاونډیو هېوادونو سره به ځان نېږدې کړي.

د آستانې دا پرېکړه د واقعیتونو او د هغه هېواد د ملي ګټو او ملي امنیت پر بنسټ شوې ده.

د قزاقستان دا تصميم ممکن په دې معنی وي چې د افغانستان په سیمه ييزه وده یعنې د زېربناوو د پراختیا، د ترانسپورت، اکمالاتو، انرژۍ په ډګرونو کې  په فعاله توګه ښکېله اوسي او باالاخره د منځنۍ آسیا اقتصادونو سره د افغانستان مل کول او د کابل لپاره د نړیوالې سوداګرۍ د دروازو پرانيستنه.

له افغانستان سره د ودې په حالت کې د قزاقستان سوداګرۍ ته په کتو سره د توکایف د ۲۰۲۱ ز کال څرګندونې داسې تفسير کېږي چې ګواکي آستانه غواړي کابل د سوداګريز خنډ په عوض په يوه پل بدل شي.

په اوسني پیچلي جیوپولیټیک حالت کې د خوړو خوندیتوب خورا مهم دی. افغانستان د شاوخوا څلوېښت میلیونه نفوس په لرلو سره د قزاقستان او اسیایي ګاونډیو هېوادونو لپاره یو لوی او هیله من مارکېټ ګڼل کېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۲ ز کال کې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، چې دا کچه  د ۲۰۲۱ ز کال په پرتله دوه برابره ده، چې په دې کې له نیمایي څخه زیات د اوړو صادرات وو. په ۲۰۲۲ ز کال کې ياد هېواد ته د افغانستان صادرات له ۹ میلیونو ډالرو څخه زیات نه وو، چې زیاتره یې څښاک، وچه میوه، سبزیجات او کاغذ و. په دې ډول سره آستانه په پام کې لري چې په ۲۰۲۴-۲۰۵ ز کلونو کې تجارت لږترلږه څلور ميلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو لا پياوړي کولو په موخه د ۲۰۲۳ ز کال په اګسټ کې آستانه د قزاقستان – افغانستان سوداګريز نندارتون کوربه و. په یاد نندارتون کې د دواړو لوریو څه باندې ۳۰۰ حکومتي مسؤلینو تر څنګ تر ۵۰۰ زیاتو د خصوصي شرکتونو استازو هم ګډون درلود، چې په پایله کې د ۲۰۰ میليونه ډالرو په شاوخوا کې له قزاقي سوداګرو سره د غلې او اوړو معامله وشوه. دا ډول سوداګریز نندارتونونه د دې لامل کېږي،چې د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو او سوداګرو ترمنځ اړيکې اسانه او د نورو توکو سوداګرۍ ته زمینه برابره کړي.

په ۲۰۲۳ ز کال کې په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي.

داسي انګېرل کېږي چې ۲۰۲۴ ز کال به د قزاقستان لپاره یو هيله بښونکی کال وي. قزاقستان تمه لري چې نه یوازې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ډېر کړي، بلکې د تاجیکستان په ختیځه پوله کې د غلو دانو د ترمینل جوړولو چارې هم بشپړې کړي.د ۲۰۲۳ ز کال نندارتون پايلو ته په کتو سره، آستانه ممکن په ۲۰۲۴ زکال کې د بېلابېلو  فورمونو  په کوربه‌توب سره نور هم سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. د دوو اړخیزو اړيکو په چوکاټ کې دا تمه شته چې د آستانې او کابل تر منځ به په راتلونکو څو میاشتو کې خپلمنځي اړيکې لا پراخې شي او دا ډول همکاري به د داړو هېوادونو او سيمې پر امنیت او اقتصاد غوره اغېزې وشيندي.

د افغانستان او له دې لارې د سويلي اسيا سره د قزاقستان د سوداګريزو اړيکو پراختیا پر ياد هېواد هغه اقتصادي فشار راکمېدی شي چې د هغه د لوی اقتصادي او سوداګريز ملګري روسيې باندې د غرب د بنديزونو له امله رامنځته شوی دی.

له افغانستان سره د سوداګریز مشارکت په پراخولو سره، آستانه نه یوازې د زیاتو اقتصادي لاسته راوړنو په لټه کې  ده؛ بلکې د ترانسپورتي دهلېزونو (لکه د ټرانس-کاسپین بین المللي ټرانسپورټ لارې) په برخه کې د پانګونې فرصتونو متنوع کولو په هڅه کې هم ده چې له کلونو راهیسې ورباندې کار کوي. په دې توګه د ا.ا.ا. په همکارۍ سره غواړي په سيمه کې سوداګرۍ ته اسانتیا رامنځته او د اسیا او اروپا تر منځ د توکو لېږد رالېږد بهير کنترول کړي.

دا چې د منځنۍ او سويلي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ لارې له افغانستانه تيرېږي،نو په افغانستان کې راغلی امنيت نه يوازې قزاقستان بلکې د سيمې اکثریت هېوادونه دې ته لیواله کړي څو د دغه هېواد ترانزیتي موقعیت ته چې د جنوبي اسیا له ګڼ مېشتو هېوادونو سره د تګ راتګ لاره پرانیزي، لاس‌رسی ولري.

ثناء الله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button