ګزارش

د افغانستان شیعه عالمانو شورا: د ثور ۷ مه توره او ۸ مه یې د بریا ورځ ده

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د یوې غونډې په ترڅ کې د ثور ۷مه وغندله، خو د ثور ۸ مه یې بیا وساتیله او له افغانانو یې هېله وښوده، چې له تاریخه باید عبرت واخلي، تر څو مو راتلونکي نسلونه له دغسې کړنو سره مخ نشي.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د یوې غونډې په ترڅ کې د ثور ۷مه وغندله، خو د ثور ۸ مه یې بیا وساتیله او له افغانانو یې هېله وښوده، چې له تاریخه باید عبرت واخلي، تر څو مو راتلونکي نسلونه له دغسې کړنو سره مخ نشي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا رئیس سید حسن فاضل زاده غونډه کې وویل، چې دغه غونډه د ثور ۷م او د ثور ۸م په خاطر جوړه شوې ده، چې د نوموړي په وینا ۷م د ثور د افغانستان د وژنو، تراژیدیو او ورانیو پیل و، خو  ۸م د ثور د افغان مجاهدینو  کامیابي او یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي. هغه وایي: که د ثور اومه که په لنډ ډول واضع کړو، د څلور څلوېښت کلنې ورانیو پیل و، چې په ۲۰۰۲ کال کې یې یوازې په کابل کې ۲۷۰ میلیارد ډالر زیان اټکل شوی دی، که نور ولایات حساب شي نو دغه شمېره به زیات لوړه شي. نوموړی د ثور ۸مه د مجاهدینو کامیابي یوه سرلوړي ګڼي او وایي چې مجاهدینو دا ورځ په وړیا نه ده ترلاسه کړې، بلکې د یو نیم میلیون شهیدانو، یو نیم میلیون ټپي او معیوبیونو او پنځه میلیون مهاجرو له امله ترلاسه کړې ده. ښاغلی فاضل زاده د مجاهدینو مشرانو له وروستیو وختونو څخه چندان خوښ نه بریښي، هغه وایي څرنګه چې د مجاهدینو مشرانو په لومړیو کې شعارونه ورکول وروسته همغسې پاتې نه شول او یوازې یې د قدرت او شهرت لپاره واکمني کوله او په دوه ډلو ووېشل شول چې یوې ډلې یې د خپلو مشرانو ډلې او تعصبونه تعقیب کړل او بله ډله د همدغو بې لارو مشرانو په وړاندې ودرېدل.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا غړی سید محمد سعیدي بیا وایي، چې د ثور ۷مه یانې توره ورځ؛ هغه ورځ چې په افغانستان کې یوه شرمناکه ورځ ګڼل کېږي، د روسانو تېري کودتاه ته لار هواره کړه، چې بیا یې زمونږ د دین، مذهب او مکتب کې په لاس وهلو پیل وکړ، خو له دې نه و خبر چې دا د زمریانو او زړورو خلکو ځمکه ده. ښاغلی سعیدي د بهرنیانو دغه شان تېریو ته په اشاره کې وايي، چې دې تېریو افغان ملت کمزوری نه، بلکې بیدار او یو یې کړ، چې په وینا یې سني او شیعه مجاهدینو د دین او هېواد په خاطر د بهرنیو تېري ګرو په وړاندې یو له بل سر ه ودرېدل او د ثور د ۸مې ورځې په کړنه یې روسانو ته ځواب ووایه.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې د ثور اومه بدبختي او جګړییز اور ګڼلی دی او د ثور اتمه بیا بری، ازادي او کامیابي ګڼي او وایي: د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷ مې نېټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸ مې تاریخ لمانځي او د هېواد د ازادۍ ورځ یې بولي.

باور دا دی چې د ثور اومه یانې د داودخان د حکومت له نسکورېدلو وروسته افغانستان یو تور تاریخ ته لاړ، ملي وحدت، اقتصاد، ټولنیز بنسټونه او فرهنګ باندې خلکو باور له لاسه ورکړ، چې له زیانه یې تر اوسه دغه هېواد موثر ښکاري.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button