
د افغانستان رښتينی اقتصادي انځور…!
که څه هم په ځینو برخو کې ستونزې او مشکلات شته، خو له کومې ورځې چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو واګې په لاس کې اخیستي، هيواد په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی.
که څه هم په ځینو برخو کې ستونزې او مشکلات شته، خو له کومې ورځې چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو واګې په لاس کې اخیستي، هيواد په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی.
اشغال پای ته رسېدلی، امنيت ډېر ښه دی، اقتصادي وده او صادرات هم له پخوا ډېر شوي، د خوراکي توکو او نفتو بيې راټيټې شوي، د دولتي کارکوونکو معاشونه په وخت ورکول کېږي او داسې نور..
دا ټول په داسې حال کې دي، چې پر افغانستان نړيوال بنديزونه او سياسي فشارونه هم ډېر دي او ځینې پردي پالې رسنۍ هم په لوی لاس د افغانستان وضعيت ښه نه انځوروي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې او د واک په لومړيو وختونو کې د چارو شنونکي او اقتصادي کارپوهان په دې اند وو، چې اسلامي امارت به په اقتصادي برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي؛ خو ددې ټولو اټکلونو خلاف په دغې موده کې د افغانستان اقتصاد نه يوازې خراب شوی نه دی، بلکې وده يې هم کړې ده.
څو ورځې وړاندې د نړیوال بانک له خوا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپاره شوي راپور کې د اټکلونو خلاف د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه بلل شوی، د مالي پړسوب د مخنيوي په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستايل شوي او ويل شوي، چې د ۲۰۲۲ م کال په جولای کې په دغه هېواد کې انفلاسیون ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه و او له هغه مهاله تر اوسه پورې مخ پر ځوړ دی.
د نړیوال بانک د راپور پر اساس، په ۲۰۲۳ کال کې انفلاسیون لا ټیټ شو، تر دې چې په فبرورۍ کې ۳ اعشاریه ۵ و، خو په مارچ کې یو اعشاریه ۹۴ ته را ټیټ شو.
په راپور کې د اسعارو د ثبات او د صادراتو په کچه کې د زياتوالي په اړه هم مثبت بدلون ته اشاره شوې او ويل شوي، چې د ۲۰۲۳ م کال په لومړيو درېو مياشتو کې افغانستان د ۶۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زياتوالی ښيي.
اسلامي امارت د نړيوال بانک وروستی راپور ستايلی او دا يې د افغانستان د اقتصادي حالت رښتينی انځور بللی او ټينګار يې کړی، چې د نړيوالو بنديزونو په پورته کېدو سره به دغه حالت لا ډېر ښه شي او افغانستان به د اقتصادي ثبات پر لور چټک پرمختګ وکړي.
د افغانستان دغه حالت نه يوازې د ډاډ وړ دی، بلکې د اسلامي امارت د سالمې اقتصادي پاليسي،د اداري فساد په وړاندې د رښتينې مبارزې او د پرمختګ په برخه کې د بې سارې ژمنتيا او هڅو له امله داسې ښکاري چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په اقتصادي برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي. ان شاء الله تعالی