شریعت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:د اسراییلو له خوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندو

شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراييلو له لوري د فلسطين د الاقصی جومات ته بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.

شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراييلو له لوري د فلسطين د الاقصی جومات ته بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت د صهيونېستی رژيم د ملي امنیت د وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندي‏ او دغه کار د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی ګڼي.

سرچينې زياته کړې، چې د فلسطین د سپېڅلو ځایونو هر ډول بې حرمتي لکه د الاقصی جومات په ګډون، چې یوه بېلګه یې ده، د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان همېشه د اسراييلو له لوري د فلسطين پر بې دفاع مسلمانانو ظلمونه او د هغه هېواد مقدسو ځايونو ته بې حرمتي غندلې او د مخنيوي په پار يې خپل غږ اوچت کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button