سیاست او دولت

د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د غزې پر رفح ښار د پیل شویو بریدونو د درېدو سملاسي غوښتنه

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر رفح ښارد اسرائیلو دا بریدونه غندلي او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم د غزې په سوېل کې په رفح ښار درنې بمبارۍ پیل کړې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر رفح ښارد اسرائیلو دا بریدونه غندلي او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه وزارت ویلي، چې پر رفح ښار د صهیونیسټي رژیم بریدونه به لوی ناروین رامنځ ته کړي او دغه بحران به لا پسې ژور کړي.

افغان بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو او سیمه ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو پر مدعیانو غږ کړی چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټول وژنې مخه ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button