سرلیکنې

د افغانستان خاوره د هېچا لپاره ګواښ نه ده !   

تقريبا څلور لسيزې افغانانو له جګړو، وژنو، نا امنيو او کډواليو څخه رنځ وړی، په دغې موده کې يې نږدې دوه ميليونه شهيدان ورکړي، همدومره ټپيان لري، ډېرې کورنۍ بې سرپرسته شوي او هيواد له پرمختګ او ترقۍ څخه ډېر وروسته پاتې شوی د ی .

افغانستان له جګړو او ناامنيو څخه ډېرې ترخې خاطرې لري، دلته هېڅ داسې کورنۍ نشته چې د جګړو او يرغلونو پر مهال يې د کورنۍ کوم غړی له لاسه نه وي ورکړی. نن هم چې افغانان په ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي، لامل يې همدا يرغلونه او جګړې دي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې د الله تعالی په ستر فضل او د افغان مجاهد ملت د بې سارو قربانيو په برکت په ټول هيواد کې يو داسې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شوی، چې د هيواد په ټولو برخو ولکه لري، له نېکه مرغه د نوي اسلامي نظام په حاکميت سره سرتاسري امنيت تامين شوی او د نا امنيو او ناخوالو ځای ډاډمن امنيت او خوښيو نيولی .

که څه هم د افغانستان اوسنی غوره امنيتي حالت نه يوازې د افغانانو، بلکې د سيمې او نړۍ د هيوادونو په ګټه هم دی؛ خو بيا هم ځينې سيمه ييز او نړيوال استخباراتي سازمانونه داسې هڅې کوي، چې د افغانستان اوسنی د ډاډ وړ حالت ناسم انځور کړي، د خپل بام واورې د نورو بام ته وغورځوي او د خپلې ناکامۍ او بې کفايتۍ پړه پر نورو واچوي.

د همدغو هڅو په دوام ځينې سيمه ييز هيوادونه او سازمانونه وخت ناوخت ځينې ناسمې ادعاوې کوي، چې ګويا د افغانستان خاوره د دوی په وړاندې کارول کېږي او اسلامي امارت ته د پړې ګوته نيسي، چې د دوحې تړون کې کړې ژمنې يې نه دي پوره کړي.

اسلامي امارت د دغو هيوادونو او سازمانونو دغه ډول ادعاوې په مکرر ډول رد کړي او په ټينګار سره يې ويلي، چې پر خپله ژمنه ولاړ دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره يې د نورو په وړاندې وکاروي؛ خو په ورته وخت کې پر دې هم ټينګار کوي، چې نړۍ او سيمه ييز هيوادونه دې هم د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې سياست پرېږدي او که کومې اندېښنې او سالمې غوښتنې لري، د رسنيو او ګواښونو پرځای دې له رسمي او ډېپلوماتيکو ادرسونو څخه له اسلامي امارت سره شريکې کړي.

اسلامي امارت له لومړۍ ورځې نړۍ او سيمې سره د مثبتو او پر متقابل احترام ولاړو اړيکو او تعامل غوښتنه لري او د يو متوازن سياست پاليسي يې غوره کړې ده. اسلامي امارت نه غواړي، چې هيواد دې د جګړو او زور ازمايلو ډګر وي، بلکې په مکرر او واضح ډول يې ويلي، چې غواړي افغانستان د نړيوال تجارت او ترانزيټ او دغه راز د سترو او حياتي پروژو د تطبيق لپاره د وصل او پيوستون رول ولوبوي.

نړيواله ټولنه او سيمه ييز هيوادونه هم بايد د افغانستان له اوسني ډاډمن وضعيت څخه ملاتړ وکړي، دغه حالت ته د يو طلايي فرصت په توګه وګوري او په اقتصادي پياوړتيا او سمون کې د افغانستان له مناسب جغرافيوي موقعيت څخه ګټه پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button