اقتصاد

د افغانستان بانک  نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک پرون د غبرګولي لسمه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي ،چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د هيواد‌والو د اسانتياوو په موخه نوي بانکنوټه بازار ته وړاندې کوي.دغه بانک ليکلي چې د زړو لسګون او شلګونو افغانيو پر ځای نوي ((لسګون او شل‌ګون)) بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي.د افغانستان بانک زياته کړه چې د زړو بانک‌نوټونو د ټولولو لړۍ به د روانې غبرګولې مياشتې په ۱۶مه نېټه پيل شي او ټول سوداګريز بانکونه اړ دي ،چې زاړه بانک‌نوټونه ټول او پر ځای يې نوي بانک‌نوټونه ورکړي.د ياد بانک د معلوماتو پر بنسټ، ټول بانکونه بايد پرته له کوم کمېشن او فيس څخه دغه پيسې بدلې کړي.دا په داسې مهال دی ،چې د هيواد په بازارونو کې د زړو افغانيو ډېروالي خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button