
اعلاميې
د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۵ کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه (۱۴۰۲/۰۵/۰۸) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۳) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري
۱۴۴۵ محرم الحرام ۱۲ مه – د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۵ کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه (۱۴۰۲/۰۵/۰۸) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۳) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.